01/03/2024
هر مور او پلار باید دا لیکنه ولولي!
ګرانو میندو او پلارونو! اوسنی وخت هغه وخت ندی چې کله زه ماشوم وم او یا ته ماشوم وې، دا هغه وخت ندی چې کله زه ۱۲ کلن وم او یا ته ۱۲ کلن وې، اوس وخت بدل شوی، او فتنه یو څلورکنجه سکرین ته راغلې ده، او بیا ستا کور ته راغلې ده چې که ته غور پرې ونکړې ستا ماشومان به پرې مبتلا شي.
زه منحیث د یو ورور غواړم څو لنډ نصیحتونه تاسو ته وکړم چې څنګه باید په خپلو ماشومانو غور وکړئ.
• تر هغه مو چې ماشوم ۱۴ کلن شوی نه وي، تچ مبایل مه ورسره پرېږدئ، ځکه په ذهن یې منفي اثر غورځوي او له خپل درس سره علاقه نه ښکاره کوي، او که چیرې بیا هم ضرورت په وخت کې ورسره وي نو تاسو باید دغه (https://www.spyzie.com/paren.../parental-monitoring-app.html) سافتویر انستال کړئ چې تاسو پوه شی چې هغه مبایل کې څه کوي؟ څه ګوري او یا چا سره خبرې کوي؟
• هغه اولاد چې د اسلام خلاف کارونه کوی نو بیا ښه ده چې هیڅ څوک اولاد ونلري، ځکه والدینو ته دعا نشي کولای، والدینو ته صدقه نشي رسولای او اسلام ته هم خیر نشي رسولای، نو چې ستا اولاد دا کارونه نشي کولای نو بیا ستا د ژوند هدف او مقصد څه شی شو؟ او زه پوهیږم چې ته نغواړې ستا اولاد داسې رالوی شي.
• کمپیوتر هم باید د اولادونو اطاق کې نه وي، کمپیوتر یې باید هغه ځای کې وي چې ټوله کورنۍ هلته کیني او پاڅیږي.
• دا هم مهمه ده چې تاسو پوه شئ چې ستاستو د ماشومانو ملګري څوک دي، نو د اولادونو ملګري مو کور ته راوغواړئ او یوه میلمستیا ورته وکړئ چې تر څو پوه شئ چې د تاسو د اولادونو ملګري څوک دي او څه ډول خلک دي. په افغانستان کې چا خپلو اولادونو ته ویلي چې نن د ملګري راوغواړه چې یوځای ډوډۍ ورسره وخورو؟ هیڅ چا!
• هیڅکله اولادونو ته غوصه مه ښکاره کوئ، که ستا لور له ښوونځي څخه راغله او تا ته یې وویل چې نن زما څنګ ته فلانۍ هلک کیناست، نو ته ورته مه په غوصه کیږه، ځکه که ورته په غوصه شوې بیا هغه تاته نوره خبره نه راوړي او نه یې درته کوي. خپلو اولادونو سره ښه چلند کوئ او د مینې چلند ورسره کوئ چې تر څو هره خبر تاسو ته په ډاډه وکړلای شي، کله چې یوسف علیه سلام خوب ولید، نو د خپل خوب په اړه یې چاته وویل؟ خپل پلار (یعقوب علیه سلام) ته، ځکه د هغوی تر مینځ یوه ښه اړیکه موجوده وه، نو ستاسو او د اولادونو ترمینځ مو هم باید یوه ښه اړیکه موجوده وي.
• اولاد ته دا مه وایه چې لمونځ وکړه، ورته ووایه راځه چې لمونځ وکړو او مسجد ته لاړ شو.
نو زما په نظر که غواړئ اولادونو ته مو یو څه په میراث پرېږدئ، مال، کور او جایداد ورته په میراث مه پرئږدئ، ایمان او اسلام ورته په میراث پریږدئ، ان شاءالله چې دا کار به تاسو سره هم دې دنیا کې او هم اخرت کې مرسته وکړي.
هیله لرم چې له دې خبرو عادي تېر نشئ او عمل پرې وکړئ. جزاک الله خیراً
رحمت الله نوروز