Islamic Teachings

Islamic Teachings Dissemination of Islamic information

02/06/2026

ایا پوهیږی د ژوندانه ټول مشکلات،مصیبتونه ،غربت،فقر،مریضتیاوو...ته راګیر او نیولی یی !!
هیڅ دخفګان او تشویش خبره نه ده یواځی خپل هغه پاک رب ته توجه وکړه چی یی ستا څخه مخکی ستا رزق پیداکړی،نو بیا ولی سوچ او فکر کوی!!
سر له نن څخه وعده وکړه او دشپی داسی مهال راویښ شه چی ټول کاینات خاموش وی اودس وکړه او دوه رکعاته لمونځ وکړه او په سجده کی وغواړه څه چی غواړی د الله پاک وینا خو درواغ نه ده او ښه په اخلاص یی وغواړه داسی یی وغواړه لکه یو څوک چی تاته ووایی وغواړه چی درکړم دا وینا ستا دپاک رب ده.
ګرانه وروره او خوری په ژوند کی له حرامو څخه ځان وساته ،درواغ مه وایه او اخلاق دې ښه او ښکلی کړه،روزمره چارو کی له خلکو سره نرمی او په میانه روی اوسه.
هرڅه ستا دی هم دا دنیا هم هغه.

دنورور اسلامی لیکنو لپاره دثواب په نیت دا صفحه فالو او مخکی شیر کړۍ.

18/05/2026

لا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ . وَلَا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ.
سهار ماښام یی 100 ځله وایه.
ددی ذکر فضلیت
زما داسلام خویندو او ورونو داچی د دنیا ژوند ډیر لنډ او تنګ دی نو راځۍ د ا ژوند د اسلامی اصولو مطابق برابر کړو.
کله چې دنیا دې ستړی کړي…
کله چې زړه دې مات شي…
کله چې خلک دې پرېږدي او لارې بندې ښکاره شي…
کله چی په ډیرو سختیو او مشکلاتو کی راګیر شی...
کله چی دې فقر اوغربت راګیر کړی...
نو دا ذکر ډیر ووایه:

لا حول ولا قوة إلا بالله

ځکه حقیقي قوت یوازې د الله پاک دی.
هغه ذات چې مات زړونه جوړوي،
اوښکې په دعا بدلوي،
او ناممکن حالتونه په آسانۍ اړوي.

ولا ملجأ من الله إلا إليه
یعنې:
له الله پاک څخه پرته بل د امن ځای نشته…
بیا هماغه الله پاک ته ورګرځه،
ځکه هغه تر هر چا ډېر مهربان دی.

دا ذکر یوازې الفاظ نه دي؛
دا د ستړي روح آرام،
د غمجن زړه تسلي،
او د مؤمن د امید رڼا ده.
دثواب لپاره یی له نورو ملګرو سره شریک کړۍ او د نورو اسلامی معلوماتو لپاره همدا پاڼه فالو کړۍ.



15/05/2026
د درود شریف فضیلتونه اللّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ عَلَىٰ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ ﷺ  رسول الله ﷺ فرمایلي:“څوک چې پر ما یو ځل در...
10/04/2026

د درود شریف فضیلتونه
اللّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ عَلَىٰ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ ﷺ
رسول الله ﷺ فرمایلي:
“څوک چې پر ما یو ځل درود ووایي، الله تعالی پر هغه لس ځله رحمت نازلوي.”

د درود شریف ګټې:د الله رحمتونه راجلبويګناهونه بښل کېږيدرجې لوړېږيزړه ته سکون او ارامي ورکوي دعا ژر قبولېږيد قیامت په ورځ د نبي ﷺ نږدېوالی نصیب کېږي

لنډ عمل:
هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ ځله درود شریف ووایئ
درود ویل اسانه عبادت دی، خو اجر یې ډ لوی دی.

اللّهُمَّ صَلِّ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَعَلَىٰ آلِ مُحَمَّدٍ

#ذکر #سکون #رحمت

07/04/2026

له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ په سود خوړونکي، ورکوونکي، لیکونکي او شاهدانو لعنت ویلی دی، او ویې فرمایل: دا ټول په ګناه کې برابر دي.
(صحیح مسلم - (1598

Address

Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Islamic Teachings posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category