16/04/2026
د کرېملین ماڼۍ ویاند دېمیتري پسکوف له یوې هندې ورځپاڼې«اېنډیا ټوډې» سره خبرو کې ویلي، له ایران سره د متحده ایالتونو او اسراییلو جګړه د روسیې جګړه نه ده او مسکو به په کې ښکېل نه شي.
نوموړي ټینګار کړی چې روسیه په دې جګړه کې رول نه لري او بې طرفه پاتې ده.
د امریکا ولسمشر موده وړاندې پر روسیې تور پورې کړ چې له ایران ملاتړ کوي او باید پای ته یې ورسوي.
#کابل نیوز