07/11/2025
د غنچه ادبي ټولنه بنو اجلاس نن دجمعې پۀ ورځ مازیګر درې بجې پۀ کوهسار پبلک سکول میرشیرخان چوک ممه خیل کښې دمومین خان مومین د صدارت لاندې ووشو.دنظامت فریضه عبدالسلام تابش ترسره کړه. ښاغلي خالد بنوڅې دمشرمیلما پۀ توګه پۀ دے پروګرام کښې ګډون وکړو. دتلاوت سعادت عابد خراسان حاصل کړو.
د پروګرام پۀ وړومبۍ برخه کښې شیر دل ابشار د ټولنې د پرمختګ د پاره مختلف تجاویز وړاندې کړل.چې حاضرو ملګرو یې تائید ووکړو. ملګرو پۀ مشاورت سره دا فیصله هم وکړه.چې د فرورۍ پۀ میاشت کښې به د ټولنې د روایاتو تر مخه د یوې لویې مشاعرې تابیا کولې شي.
پۀ دوئمه برخه کښې یوه خوندوره ازاده مشاعره وشوه .پۀ دې اجلاس کښې چۀ کومو شاعرانو ملګروګډون درلود.دهغو نومونه څۀ پۀدے ډول دي.
نظرعلي عاجز
سلیم رضا خان سلیم
زائن الله خان
خالد بنوڅې
شیر دل ابشار
سیلاب خان
مومین خان مومین
هارون ممه خیل
واجد خان
ګلباز مختاج
عابد خراسان
ابراهیم خان
اعظم فقیر
شاهد نصرخیل
زاهد احساس
او
عبدالسلام تابش
پۀ اخیره کښې ملګرو د ګران ملګري برکت میتاخیل دنیکۀ او د مهتاب قریشي د ترۀ پۀ مړینه د غمجنې کورنۍ سره غم راځۍ اظهار وګړو.او د دویي دمغفرت دپاره یې پۀ شریکه دعا وکړه.ملګرو د ټولنې تکړه ملګري شاه زمان صابر صیب د صحت مندۍ دپاره هم پۀ شریکه دعا وکړه.