22/12/2023
بسم الله کړه د ښايست په نامه اوڅکه څو جامونه
دا مــاښام ستا دی
ژوند تمام ستا دی
په ګـــــــــــډا شه له مستۍ اوکړه جانان،جانان غږونه
مــــــــــه شرمېږه، مه ډارېږه
د زړه حــــــــــــال وايه،غږېږه
تمــــــــــامي زړه شه درزېږه
سترګې سترګې شه غړېږه
سوز راغونډ کړه ترېنه جوړکړه نوي نوي مڼظرونه
دا ماښام ستا دی
ژوند تمام ستا دی
په ګـــــډا شه له مستۍ اوکړه جانان،جانان غږونه
چــــــــــــاپېر چل دی کرکه کرکه
مـــــــينه نشته.مــــــــــــينه ورکه
احساس سپـک او جذبه سـپکه
ټپــــــــــــــــــــه پورته کـــړه چابکه
په وږمو بدل کړه ياره دا سپېرۀ سپېرۀ بادونه
دا ماښام ستا دی
ژوند تمام ستا دی
په ګډا شه له مستۍ اوکړه جانان،جانان غږونه
بيابان د ځـــان آشنا کړه
بړبــوکۍ ټولې پخلا کړه
خپـــــــله تنده رهنما کړه
يـــــــوه نوې لار پيدا کړه
ځـــــان سره روان کړه ياره سوي لوي سرابونه
دا ماښام ستا دی
ژوند تمام ستا دی
په ګډا شه له مستۍ اوکړه جانان،جانان غږونه
ستـــــرګې پټې کړه ممتازه
صـــدقه يې شــــــه له نازه
پردې لرې کــــــــــــــــړه رازه
نغمې پورته کړه له سازه
اتڼ پېل کــــــــــــــــړه لېوني لېوني واچوه لاسونه
دا ماښام ستا دی
ژوند تمام ستادی
په ګډا شه له مستۍ اوکړه جانان جانان غږونه
ممتاز اورکزی