Sohail Sahil khogyani

Sohail Sahil khogyani Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sohail Sahil khogyani, Real Estate, Jalalabad.

12/11/2023
14/10/2023

ملګرو ښه په فکر درسره دا ویدیو وګورئ چې یوه ماشومه د اسرایلو په اړه څه وایې.

امیر المؤمنين، ګودامونه ډک شوه څه پرې وکړو؟د  عمر بن عبدالعزيز ( رحمه الله) د خلافت پر مهال والیانو یې ورته شکایت وکړ؛ چ...
24/09/2023

امیر المؤمنين، ګودامونه ډک شوه څه پرې وکړو؟
د عمر بن عبدالعزيز ( رحمه الله) د خلافت پر مهال والیانو یې ورته شکایت وکړ؛ چې امیر المؤمنین ګودامونه ډک شوي دي د نورو غلو دانو د کېښودو ځای نشته پدې مالونو څه وکړو؟
هغه ورته وویل: اعلان وکړئ که د خلافت هر مامور کور او یا سورلۍ نلري له بیت المال څخه یې ورته واخلئ.
بیا عامو مسلمانانو ته اعلان وکړئ که څوک قرضداری وي قرض یې د بیت المال څخه ادأ کړئ.
که د چا واده نه وي د بیت المال څخه ورته واده وکړئ.
دا هر څه وشو، بیا هم مال زیات شو.
امیر المؤمنين اوس پرې څه وکړو؟
هغه ورته وویل: وګورئ د اسلامي خلافت په محوطه کې چې کوم بې وزله یهود او نصارا دي، هغوی سره مرسته وکړئ چې خود کِفأ شي.
دا هم وشو، مال لا اوس هم د ګودامونو اضافه دی، څه پرې وکړو امیر المؤمنین؟
هغه وویل: ذلک فضل الله يؤتيه من يشاء، څه برخه غلې دانې د غرو په څوکو وشیندئ چې مرغان پرې ماړه شي، چې بیا څوک ونه وایي؛ په اسلامی خلافت کې مرغان وږي وو.
تاریخ طبري
البدايه والنهايه د ابن کثیر
سیرت او مناقب د عمر بن عبدالعزیز رحمة الله تعالی علیه

او که غواړې چی نن سبا دي خلک قدر وکړينودوه شیان باید ولري واک پیسه😭😭😭
21/03/2023

او که غواړې چی نن سبا دي خلک قدر وکړي
نو
دوه شیان باید ولري واک پیسه😭😭😭

که چا د روژې زېری وکړئ...سوال: یوه خبره پر ټولنیزو رسنیو باندي عامه ده، چي وايي: که چا د روژې د میاشتي زېری ورکړئ پر هغه...
19/03/2023

که چا د روژې زېری وکړئ...
سوال: یوه خبره پر ټولنیزو رسنیو باندي عامه ده، چي وايي: که چا د روژې د میاشتي زېری ورکړئ پر هغه باندي جهنم حرام دی، ایا دا حقیقت لري؟ ایا دا حدیث دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
دغه کوم حدیث نه دی چي خلک وايي: ((من اخبر رمضان اولاً حرام علیه نار جهنم.))
ژباړه: چاچي د لومړي ځل لپاره د روژې د میاشتي زېری ورکړ پر هغه جهنم حرام دی.
دا نه حدیث دی نه د احادیثو په کتابو کي سته، په دې خبره کي څو مهم ټکي په یاد ولرئ:
۱: که چیري صرف د روژې د میاشتي په لیدو سره یو کس د جهنم د اور څخه خلاصیږي، نو بیا د روژو د نیولو اړتیا نسته.
۲: دا په ښکاره ډول سره پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درواغ تړل دي او خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:
من کذب علی متعمداً فلیتبوأ مقعده من النار. صحیح بخاری: ۱۲۹۱، صحیح مسلم: ۹۳۳)
ژباړه: هغه څوک چي په قصد سره پر ما باندي درواغ و تړي د هغه ځای دوږخ دی.
۳: غیر مسلمانان، مستشرقرین او ملحدین کوښښ کوي چي ځیني داسي خبري و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوبي کړي، تر څو اسلام او مبارک احادیث بدنام کړي.
۴: د مستشرقینو ، ملحدینو او غیر مسلمانانو ددې خبرې څخه دا معلومیږي، چي دوی مسلمانانو ته وايي چي داسي اسانه له جهنم څخه خلاصېدای سئ، نو بیا په دې ګرمۍ او یخني کي د روژې نیول څه معنا؟
۵: و مسلمانانو ته پکار ده چي کله په ټولنیزو رسنیو کي داسي یو خبر واوري باید شیر او نشر یې نکړي، تر څو له علماء څخه یې معلومات نه وي اخستئ .
یادونه: کوښښ وکړئ دغه پېغام تر خپل وسه پوري نشر کړئ تر څو وروڼه او خویندې ورڅخه خبر سي.

30/12/2022

که وخت لرئ نو حتمن یی ولولئ !😢😢
یوہ_ورحٌ_جبرائیل علیه السلام د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علیه وسلم چې وکته جبرائیل علیه السلام ورته پریشانه ښکاره شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل یا جبرائیل عليه سلام څه خبره ده نن ډیرخفه ښکاری جبرائیل علیه السلام ورته عرض وکړه ای د ټول جهان محبوبه نن ماته الله تعالی حکــم کړي دی چې جهنم وګوره د هغه په کتلو سره ما باندی خفګان اثرات را پیدا شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل ماته د جهنم حالات ووایه جبرائیل وویل. د جهنم اووه(۷) درجی دی ترټولو لاندینی درجه کی منافقین اچول کیږی شپږمه(۶) طبقه کی الله تعالی مشرکین اچوی پنځمه(۵) طبقه کی د لمر او سپوږمی عبادت کوونکی اچول کیږی څلورمه(۴) طبقه کی د اور عبادت کوونکی اچول کیږی په دریمه(۳) طبقه کی یهود اچول کیږی په دوهمه(۲) طبقه کی الله تعالی عیسویان جهنم ته اچوی د دې نه وروسته جبرائیل علیه السلام خاموش شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چی جبرائیله! ولی غلې شوې اوله طبقه کی څوک اچول کیږي؟ جبرائیل علیه السلام عرض وکړه ای د الله رسوله په اوله درجه کی الله ستا د امت ګناهګاران اچوی کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا خبره واوریده چی زما امت به هم جهنم ته اچول کیږی نونبی کریم صلی الله علیه وسلم بی حده ډیر غمجن شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په حضورکی دعا شروع کړه دری ورځي هم داسی تیریدی نبی علیه السلام به جومات ته راتللو لمانځه پس به بیرته خپلی حجری ته تشریف وړه او دروازه به یی بندوله او د الله تعالی په حضورکی به یی ژړا فریاد کوو صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم حیران شول چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې کله جومات ته تشریف راوړی بیا کور ته هم نه ځی حجری ته ځي کله چی دریمه ورځ شوه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه صبر ونه کړای شو دروازی ته راغی او دروازه یی ووهله بیا یی سلام واچوو لیکن د سلام ځواب رانغی هغه په ژړا شو عمر رضی الله خواله راغی وی ویل ما سلام وکړه خو سلام ځواب نه راځی لحاظه تاسی ورشۍ کیدای شی ستاسی ته ځواب درکړی هغه هم ورغلی هغه دری ځله سلام وکړه لیکــن سلام ځواب رانغی عمر رضی الله عنه حضرت سلمان فارسی ته راغی سلمان فارسی د دی واقعی یادوونه علی کرم الله وجه ته وکړه هغه سوچ وکړه چی د دومره عظیم شخصیت د سلام جواب رانغی ماته هلته تګ نه دی پکار بلکی زه دهغه مبارک د سترګو نور لور فاطمه رضی الله تعالی عنها دننه لیږم هغه همداسی وکړه چی فاطمه رضی الله تعالی عنها ته ټول احوال ته ووایی هغه دحجری دروازی ته راغله باباجانه! السلام علیکم کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خپلی لور اواز واوریده راوچت شو دروازه یی خلاصه کړه د سلام جواب یی ورکړه بیا ورته بی بی فاطمی وویل باباجانه ! څه خبره ده چی دری ورځي کیږی چی دلته تشریف راوړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چی جبرائیل زه خبرکړم چی زما امت به هم جهنم ته ځي فاطمی لوری زه د خپل امت ګناه ګارانو په غم کی ډوب یم او خپل مالک نه دعا غواړم چی هغه معاف کړی او د جهنم د اوره یی خلاص کړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم بیا په سجده پریوته اوپه ژړا یی شروع کړه . یاالله زما د امت په ګناه ګارانو رحم وکړه او هغه د جهنم د اوره خلاص کړه الله تعالی حکم وکړه : (ولسوف یعطیک ربک فترضی)ای زما دوسته غم مه کوه تاله به دومره څه درکړم چی ته به ورباندی خوشحاله یی هغه په خوشحالۍ راپاڅیده اوویې فرمایل خلکو الله تعالی ماسره وعده کړی چی زه به د قیامت په ورځ ستا امت سره داسی معامله وکړم چی ته به پری خوشحاله یی او زه ترهغی نه خوشحالیږم ترڅو چی زما اخرنی امتی جنت ته نه وی داخل شوی زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مونږ باندی دومره مشفق اومهربان وو او تل زمونږ په غم کی وو زه ستاسی نه په عاجزانه ډول خواهش کوم چی د خپل نبی کریم صلی الله علیه وسلم شفقت او مهربانۍ پیغام نورو مسلمانانو ته ورسوۍ او په محمد صلى الله عليه وسلم درود شريف ووایی.
فقط د ثواب لپاره یی شیر کړئ.

20/10/2022

له ماتې روسته پورته کیدل او مخ وړاندي تګ ته بریا وايي

Address

Jalalabad

Telephone

+93782212249

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sohail Sahil khogyani posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category