حسن بصري رحمه الله

حسن بصري رحمه الله دسرو زرو کرښې
دسید التابعین امام
حسن بصري رحمه الله

01/08/2024

ناکاره ملګري!
دينار او درهم هغه ناکاره ملګري دي، چي دملګرتيا تر پايه درته هيڅ ګټه نه رسوي ، ياني هله درته ګټه رسوي، چې کله درنه جدا شي(حسن بصري، سير اعلام النبلاء ۴۶۶/۵)

عزت په پيسه کي نشته !
پر الله سوګند ! چا چي درهم عزتمن شی ګڼلی، الله هغه کس خوار او ذليل کړی.(حسن بصري، سير اعلام النبلاء۴۶۵/۵)

30/07/2024

زرينه کرښه!
من نم لک نم عليک.(احياءعلوم الدين۱۵۶/۳)
ژباړه:څوک چې دبل خبره تاته راوړي،ستا خبره هم بل ته وړي.
يو چا حسن بصري رحمه الله ته وويل:ځينې خلک وايي:موږ دالله نه هيله لرو او عمل ضايع کوي!.
حسن بصري رحمه الله وويل:
دا دوي تشي هيلې دې،چې کوي يې،څوک چې دڅه شي هيله لري،دهغه طلب کوي او له څه شي، چي ويريږي له هغه نه تيښته کوي. (مواعظ الاامام الحسن البصري)

28/07/2024

دمخ ښکلا !
» له حسن بصري رحمه الله نه وپوښتل شو دا څه خبره ده ،چي تهجد کوونکي په خلکو کې دښايسته مخونو خاوندان وي؟
هغه وويل: لامل يي دا دي، چي دوي درحمن ذات سره په خلوت کي مناجات کوي، نو هغه يي پر خپل نور مخونه پوښي.
»تر هغه وخته دايمان حقيقت ته نه شي رسيدلي ،څو چي خلک تا ستا پر غيبونو غيبجن نه کړي او ته دخپل غيب د اصلاح او لري کيدا لپاره لاس په کار نشي ، خپل غيب پخپله اصلاح کړه ، کله چي دا چاره ترسره کړي دا به ستا پر خوښه ، ستا نفسي عبادت وي او دا ډول خلک الله تعالی ته ډير ګران دي.
(البداية والنهاية،۲۵۴/۹)

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حسن بصري رحمه الله posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share