د ننګرهار ولايت د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رياست

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • د ننګرهار ولايت د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رياست

د ننګرهار ولايت د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رياست Refugees

۲۵/۷/۱۴۴۷*د کډوالو د ستونزو د حل لپاره عرایض اړوندو ادارو ته ولېږل شول*د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس...
15/01/2026

۲۵/۷/۱۴۴۷
*د کډوالو د ستونزو د حل لپاره عرایض اړوندو ادارو ته ولېږل شول*
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس ملا عزیزالرحمن سرحد د راستنېدونکو کډوالو، داخلي بې ‌ځایه شوو او متضررو کورنیو عرایض وڅېړل او د حل په موخه یې اړوندو ادارو ته واستول.
دا عرایض تر ارزونې وروسته احکام شول، چې ډېری یې د تازه راستنېدونکو کورنیو د اساسي ستونزو پورې تړلي وو؛ همداراز ۱۹ تازه راستانه شوي زده ‌کوونکي د زده ‌کړو د دوام لپاره د پوهنې ریاست ته ور وپېژندل شول.
-

*ننګرهار ولايت کې رسماً راستنو شويو کډوالو کورنيو ته د نمرو وېش پيل شو.*نن ورځ پنجشنبه چی سمون خوري 1404/10/18 نيټی سره ...
08/01/2026

*ننګرهار ولايت کې رسماً راستنو شويو کډوالو کورنيو ته د نمرو وېش پيل شو.*
نن ورځ پنجشنبه چی سمون خوري 1404/10/18 نيټی سره په ننګرهار ولايت کی د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند،د کور او ښار جوړولو وزير مولوي نجيب الله حيات حقاني، د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ريس ملا عزيز الرحمن سرحد ، ابو انرژی، سينديزي حوزي ، زراعت، صحت عامې، فوايد عامې او ښارجوړونی ريس صاحبانو له لوري د بهسودو ولسوالۍ مربوط خانکي ښارګوټي کې رسماً راستنو شويو هېوادوالو ته د نمرو وېش پيل شو.
د کډوالو چارو ريس ملا عزيز الرحمن سرحد په وينا چی هرې کورنۍ ته به پنځه بسوې ځمکه ورکول کيږي تر څو راستنيدونکی کډوالۍ کورنۍ د خپلو کورونو خاوندان شي ترڅنګ به ئي يادو کورنيو سره د سرپناه جوړولو په برخه کی هم د مرستندويه ادارو له لوري لازمې مرستی وشي.
د کډوالو چارو ريس ملا عزيزالرحمن سرحد زياته کړه چی خانکی ښارګوټی درې زره جريبه ځمکه لري،چی پکې به پنځه زره کورنيو ته اوسيدو لپاره نمرې ویشل کيږي او اسلامی امارت پلان لری چی ټول هغه کډوال چی د ګاونډي هيوادونو څخه خپل هيواد ته راستنیږي په نوبت وار شکل به ورته په مختلفو ساحو کی ښارګوټي جوړيږي تر څو ټول هغه هيوادوال مو چی خپل کورونه نلري د کورنو خاوندان شي.
د دې ښارګوټي په انکشافي پلان کې عمومي او فرعي سړکونه، پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، دارالعلوم، مدرسې، کلينيک، د اوبو رسولو شبکې، مخابراتي سايټونه او نورې پروژې هم شاملې دی.
ـ

ننګرهار ولايت کې راستنيدونکو کډوالو کورنيو سره د کډوالو چارو رياست د نظارت لاندی نقدې مرستهنن ورځ يکشنبه چی سمون خوري140...
21/12/2025

ننګرهار ولايت کې راستنيدونکو کډوالو کورنيو سره د کډوالو چارو رياست د نظارت لاندی نقدې مرسته
نن ورځ يکشنبه چی سمون خوري1404/9/30 نيټی سره ننګرهار ولايت کی د ډی آر سی موسسی په مالی ملاتړ د کډوالو چارو رياست د نظارت لاندي په تعداد 38 تازه دمو راستنيدونکو کډوالو کورنيو سره نقدې مرستي ترسره شوي. ياده دی وي چی نن د ډی آر سی موسسی په مالی ملاتړ د کډوالو چارو رياست د نظارت لاندي په تعداد 24 کورنيو سره د هسکې مينې ولسوالي د خوراکی توکو لپاره د 240 امريکائي ډالرو معادل 15700 افغانی او په تعداد 14 هغو کورنيو سره چی د کورنۍ مشران ئي کونډي، معيوبين، سپين ږيری او يا ناروغان ؤ د هري کورنۍ اړتياؤ ته په کتنه د 10000 څخه تر 20000 پوری نقدې افغانی د کډوالو چارو رياست د نظارت لاندي وويشل شوي.
د راستنيدونکو کډوالو کورنيو غړو د کډوالو چارو ريس ملا عزيز الرحمن سرحد او ډی آر سی موسسی نماينده ګانو څخه د ترسره شوو مرستو مننه وکړه او لازياتو مرستو غوښتنه ئي وکړه.
د کډوالو چارو ريس ملا عزيز الرحمن سرحد د ډی آر سی موسسی د ترسره شوو مرستو څخه مننه وکړه او ددوي تر څنګ ئي په ټولو مؤسساتو او خيريه بنسټونو غږ وکړ چی خپلو مرستو کی د زياتوالي راولي ځکه چې په ننګرهار ولايت کې د ژمی موسم راراسيدلی او ټول هغه مهاجرين چی د تورخم بندر د‌لاری هيواد ته راستنیږي اکثره ئي په ننګرهار ولايت کی ميشت کيږي چې اوس مهال د سرپناه تر څنګ د خوراکی او غير خوراکی توکو د نشتون له امله د زياتو مشکلاتو سره مخ دي.
د کډوالو چارو ريس ملا عزيز الرحمن سرحد ټولو راستنيدونکو کډوالو کورنيو ته هم ډاډ ورکړ چې هغه مهاجرين چی تازه دمی خپل هيواد ته راستانه شوي او تر اوسه ئي هيڅ قسم مرستي ندي ترلاسه کړي په نږدي وخت کي به ورته د خيريه مؤسساتو او امارتی ادارو په مالی ملاتړ رسيده ګې وشي

نن ورځ د ننګرهار ولايت د‌کډوالو چارو ريس په مشري اداری مجلس تر سره شو.نن ورځ شنبه چی سمون خوری 1404/9/29 نيټی سره د ننګر...
20/12/2025

نن ورځ د ننګرهار ولايت د‌کډوالو چارو ريس په مشري اداری مجلس تر سره شو.
نن ورځ شنبه چی سمون خوری 1404/9/29 نيټی سره د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ريس ملا عزيز الرحمن سرحد په مشری د ياد رياست امرينو او ټولو کارمندانو سره د تيرې اونۍ د ترسره شوو فعاليتونو په اړه غونډه وشوه ټولو محترمو امرينو مديرصاحبانو او ټولو کارمندانو پخپل نوبت سره خپل د تيري اونۍ راپورونه او ستونزی د کډوالو چارو ريس ملا عزيز الرحمن سرحد سره شريکي کړی.
د کډوالو چارو ريس ملا عزيز الرحمن سرحد د ټولو کارمندانو د تيرې اونۍ د ترسره شوو فعاليتونو څخه مننه وکړه او ټولو ته ئي د ستونزو د حل په موخه د اسلامی امارت د اصولو په رڼا کی د پوره همکاری ډاډ ورکړل شو او ټول کارمندان دی ته وهڅول شو تر څو په پوره ايمانداري خپل وظایفو ته حاضر شي او د راستنيدونکو کډوالو مشکلاتو د حل لپاره په پوره ايمانداري د خپلو لايحو مطابق رسيده ګې وکړي.
اوتر څنګ ئي نن د کډوالو چارو ريس لخوا په رياست کی د‌مراجعينو ستونزي واوريدل شوي او ټولو راغلو مراجعينو ته هم د ستونزو د حل په موخه پوره اطمينان ورکړل شو چي ستونزی به ئي د خيريه مؤسساتو سره شريکي کړي تر څو د ټولو ستونزو پخپل وخت سره رسيده ګی وشي او مشکلات ئي په وخت سره حل او فصل شي.

Address

Rokhan Mena PD (Nahia) 4
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ننګرهار ولايت د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رياست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category