13/09/2026
د عامې روغتیا وزارت نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي
د عامې روغتیا وزارت په یوه خبري ناسته کې د نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونو د اعلان پروسه د آزادې سیالۍ له لارې د استخدام په موخه پیل کړه.
دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت د مرکزي ریاستونو د رئیسانو او د رسنیو د استازو په ګډون، د عامې روغتیا وزارت په تالار کې ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال په دې ناسته کې وویل:
«د عامې روغتیا وزارت د دې لپاره چې کار اهل کار ته وسپارل شي، مسلکي کادرونه د وړتیا پر بنسټ جذب او په روغتونونو کې مسلکي ظرفیت پیاوړی شي، نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونه په مرکز او ولایتونو کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي.»
هغه زیاته کړه چې په دغو بستونو کې له دوهم څخه تر شپږم بست پورې بستونه شامل دي، چې متخصصین، ډاکټران، سرپرستان، د لابراتوار کارکوونکي، د ایکسرې او انستیزۍ تخنیکران، د ارتوپیدي ټکنالوژۍ کارکوونکي، فیزیوتراپیستان، ملکي انجینران او اداري او خدماتي کارکوونکي به د آزادې سیالۍ له لارې استخدام شي.
همدارنګه، په ولایتونو کې ۱۲۰۰ اداري او HMIS بستونه چې د ولایتونو ولسوالیو پورې اړوند دي، او ۱۸۰۰ مسلکي بستونه چې د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو پورې اړه لري، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان شوي دي.
سربېره پر دې، نږدې ۱۸۰۰ نوي ایجاد شوي او خالي بستونه د الشفاء روغتون کې هم د روان کال په ترڅ کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلانېږي، چې په دې سره به د مسلکي او اداري کادرونو د جذب لپاره د پام وړ زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې په یادو بستونو کې د استخدام پروسه به د وړتیا، مسلک، تحصیلي اسنادو او ټاکل شویو شرایطو پر بنسټ، په شفافه توګه او د آزادې سیالۍ له لارې ترسره کېږي، ترڅو وړ او مسلکي کسان وکولای شي د خپلو وړتیاوو له مخې د عامې روغتیا وزارت په بېلابېلو برخو کې د خدمت زمینه ترلاسه کړي.