Abdullah Adil Zia

Abdullah Adil Zia که زړه؛
ساتلو هنر مو زده کړ،
ډاډمن اوسئ چې تاسو د انسانیت معیار پوره کړي.

الحمدلله ربّ العالمیند لوی الله تعالی د بې‌پایه فضل، کرم او مرحمت له برکته وتوانېدم چې د لوړو زده‌کړو دوره د طب معالجوي ...
02/01/2026

الحمدلله ربّ العالمین
د لوی الله تعالی د بې‌پایه فضل، کرم او مرحمت له برکته وتوانېدم چې د لوړو زده‌کړو دوره د طب معالجوي په څانګه کې په بشپړ بریالیتوب سره پای ته ورسوم. دا لاسته‌راوړنه د الهي توفیق ترڅنګ د دوامدارو هڅو او نه‌ستړي کېدونکي ملاتړ پایله ده.
په دې مناسبت، له خپلې درنې او قدرمنې کورنۍ څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني کوم چې د ژوند په دې علمي او مسلکي پړاو کې یې په هر اړخیز ډول راسره همکاري او ملاتړ کړی دی.

خواښۍ خبر !په ډېر احترام خبر در کوو چې سالار د غاښونو تداوی معیاري مرکز به ډېر ژر د لوړ مسلکي ارزښت او معیاري چاپېریال ل...
12/12/2025

خواښۍ خبر !
په ډېر احترام خبر در کوو چې سالار د غاښونو تداوی معیاري مرکز به ډېر ژر د لوړ مسلکي ارزښت او معیاري چاپېریال له مخې خپل فعالیت پیل کړي.

دغه مرکز د مسلکي ټیم، آرامه فضا او علمي چلند له لارې هڅه کوي چې خپلو هیواد والو لپاره د باور، وقار او ډاډ وړ خدمات ترسره کړي.

موږ د غاښونو د پاملرنې په ډګر کې د کیفیت د خوندي کولو، د مراجعينو د راحت ساتلو او د اعتماد د پیاوړتیا ژمن مسؤلیت په غاړه اخلو.

📍 پته: کارته نو دوهم سرک منګل تجارتي مرکز,کابل افغانستان
📞 اړیکه:0778080900-0729292480

مخامخ پر خیټه او سینه پرېوتل ستا د کمر لاندې برخه په زور سره کږوي او غاړه دې د اوږدو ساعتونو لپاره یوې خوا ته تاوې پاتې ...
29/11/2025

مخامخ پر خیټه او سینه پرېوتل ستا د کمر لاندې برخه په زور سره کږوي او غاړه دې د اوږدو ساعتونو لپاره یوې خوا ته تاوې پاتې کېږي. پایله یې څه ده؟ د سهار سختوالی، فشار او ان د عصبي ریښو ځورول چې تر پورته کېدو وروسته هم دوام مومي.

متخصصین خبرداری ورکوي چې دا حالت د ملا پر لاندنۍ برخه فشار زیاتوي، د پښو د بندونو عضلې تڼګوي او له وخت سره ستا پر قامت هم بد اغېز کوي.

د سالم خوب لپاره هڅه وکړه چې پر ښې اړخ ویده شې او د زنګونونو ترمنځ بالښت کېږدې، یا په شا پرېوځه او مناسب بالښت وکاروه. دواړه حالتونه ستا ملا طبیعي توازن ساتي او د سهار له درد او سختوالي پرته دې راویښوي.

‎ #خپسکه هغه خوب یا د خوب هغه حالت دئ چي انسان پکښي دنفس تنګي، سختي وېري، ستړیا او نا ارامي احساس کوي. خپسکه هر څوک نیسي...
29/11/2025

‎ #خپسکه هغه خوب یا د خوب هغه حالت دئ چي انسان پکښي دنفس تنګي، سختي وېري، ستړیا او نا ارامي احساس کوي. خپسکه هر څوک نیسي خو تر هلکانو نجوني ډېري ورسره مخ وي. خپسکه خاص دتشویش وړه خبره نه ده ځکه چي اکثره خپسکي د رواني فشار په مقابل کي یو عکس العمل دئ. مګر کله چي شدید حالت ته ورسیږي، یا هره ورځ تاسو نیسي، بیا له ځان سره خراب نتایج هم لري. د خپسکي نیولو ټول علتونه لا تر اوسه سم معلوم شوي نه دي.
‎رواني فشار، خپګان، بې نظمه خوب او ستړيا، په ستړي بدن جنسي نږدېوالی کول، دنږدې دوست مړینه، د یو درمل داستعمالولو جانبي عوارض، داسي ګولۍ چي تاسو پخوا ډېري خوړلې مګر اوس مو پرایښي وي، شراب خوړل،په خوب کي د تنفس بې نظمي، تر ډوډۍ خوړولو ورسته دستي خوب کول ځکه چي په ډک نس د بدن میتابولیزم او د دماغ فعالیت ډېریږي، د رواني ناجوړیو پر ضد درمل کارول، له یوې درناکي پېښي سره مخ کېدل او داسي نور دخپسکي عوامل دي خو په دې ټولو کي ۶۰٪ خپسکه درواني فشار په نتیجه کي رامنځ ته کیږي.
‎موږ هره شپه تر دوه ساعته اضافه خوبونه وینو. دخوبونو په اړه ځیني اثار لیکل شوي دي خو ساینس پوهان لا تراوسه په دې نه پوهیږي چي موږ خوبونه څنګه او ولي وینو. ساینس پوهانو دخوبونو په اړه مطالعه تر ۱۹۵۳ مېلادي کال وروسته شروع کړه. دوی دا خبره کشف کړه چي دسترګي دچټک حرکت پر مهال موږ خوب وینو.
‎خپسکه کوچنیان هم نیسي او غټان هم مګر تر نارینه وو په ښځو کي ډېره ده. له ۳ څخه تر ۶ کالو پوري کوچنیان دخپسکي ستونزه لري خو په کوچنیانو کي دعمر په لس کلنۍ کي اوج ته ورسیږي. وروسته بیا کرار کرار کمیږي. مور او پلار دي خپلو اولادونو ته متوجه اوسي. کله چي پوه شي چي لور/زوی ئې خپسکي نیولی دئ، ناببره دي ږغ نه پر کوي، په مینه دې پر سر او مخ لاس ور تیر کړي، کرار دې وښوروي او له خپسکي څخه دې خلاص کړي. تقریباً له ۵۰ څخه ۸۵٪ بالغ ځوانان کله نا کله دخپسکي له ستونزي سره مخ کیږي. د عمر په تېرېدو سره یعني څومره چي انسان زړیږي، خپسکه کمیږي.
‎پاراسومنیا Parasomnias یا په خوب کي حرکات کول: په عام ډول پاراسومنیا داسي ده لکه خپسکه خو یو له بل سره فرق لري. خپسکه او پاراسومنیا دواړه د خوب د بې نظمۍ ستونزي دي. پاراسومنیا پر لاندي دوو برخو وېشل کیږي:
‎۱. نایټ تېرور(Night terrors): نایټ تېرور هغه حالت دئ چي تاسو ویده وۍ خو وَلاړ شئ، حرکت وکړئ، لغته وغورځوئ او یا چیغي ووهئ. که شپه پر دوو برخو ووېشو، او هره برخه ئې درې پړاوه شي، نایټ تېرور د شپې دلومړۍ برخي په درېیم پړاو کي رامنځ ته کیږي.
‎۲. د خوب پر مهال دسترګي دچټک حرکت سلوکي بې نظمي یا REM sleep behavior disorder : دا سخت خطرناک حالت دئ. کله چي یوڅوک خوب ویني، ژوندی حرکت هم ورسره کوي. کېدای شي چي دغه حرکات دخوب لیدونکي یا د هغه سره په خونه کي دنورو کسانو په تاوان تمام شي. که ستاسو په کورونو کي کوم څوک ورسره مخ وي، ژر تر ژره ئې علاج وکړئ.
‎دخپسکي علاج:
‎که چیري تاسو له رواني فشار سره مخ یاست، دملګرو او دوستانو څخه دملاتړ غوښتنه وکړئ. که له کومي دردناکي فزیکي یا رواني پېښي سره مخ شوي یاست او اوس مو خپسکه تر پخوا ډېر نیسي، یا هیڅ داسي پېښه نه ده شوې مګر په هفته کي مو خپسکه تر یوار اضافه نیسي، نو دعصابو ډاکټر ته مراجعه وکړئ. فزیکي تمرین شروع کړئ. خوب مو منظم کړئ. ورزش ستاسو سره کومک کوي چي په بستر کي زر ویده شئ ا و پر وخت راویښ شئ. د خوب کولو طریقې زده کړئ. تر خوب مخکي حد اقل ۲۰-۳۰ دقیقې تمرین وکړئ. هغه مشروبات مه څښئ چي نیکوتین او کافین پکښي وي. کافین په قهوه او نیکوتین په سګریټو کي شته. څوک چي دغه دوه نشه يي توکي ډېر کاروي، دخپسکي نیولو چانس ئې هم ډېر دئ. تر خوب مخکي په نرمو-ګرمو اوبه لمبېدل درسره کومک کوي چي دخپسکي نیولو چانس راکم کړي. په ځای/بستر کي ویښ مه پاتی کیږئ، که خوب نه درتلئ، راپورته شئ، په یو شي ځان اخته کړئ. د پنجشنبې په شپه تر ډېره ويښ مه پاتیږئ او سهار تر سرې غرمې پوري مه ویدېږئ. دلمر راختلو سره راپورته شئ، او یا په خونه کي کلکین خلاص کړئ. کله چي لمر خونې ته راننوزي، تاسو ته خبر رسیږي چي دويښېدو وخت دئ. که دیوې نوي دوا له خوړولو وروسته مو خپسکه نیسي، نو زر تر زره مو له ډاکټر سره مشوره وکړئ. په توس کي ځان ټینګ مه پېچئ، که داسي وکړئ اکسېجن درباندي کمیږي او خپسکه مو نیسي. په خونه کي باید په کافي اندازه هوا وچلیږي.
‎که ددې ټولو مشورو تر تطبیق وروسته بیا هم دخپسکي له شره او دخوب له بې نظمۍ خلاص نه شی، بیا نو د یو مسلکي ډاکټر سره ووینئ.

یوې ښوونکې له زده کوونکي څخه وپوښتل: —"که زه درې دانې مڼې درکړم، نو ته به څو مڼې ولرې؟"—زده کوونکي: "څلور مڼې!"  ښوونکې ...
22/08/2025

یوې ښوونکې له زده کوونکي څخه وپوښتل:
—"که زه درې دانې مڼې درکړم، نو ته به څو مڼې ولرې؟"
—زده کوونکي: "څلور مڼې!"

ښوونکې پوښتنه تکراره کړه، زده کوونکي بیا ځواب ورکړ: "څلور!" ښوونکې پوښتنه وکړه چې دا څنګه؟ هلک ځواب ورکړ: "ځکه چې زه یوه له ځان سره په کڅوړه کې لرم!" 🍎😉

نو خبر مې دا کوله: که کوم څوک ستاسو د تقاضا خلاف ځواب در کړي دا په دې معنا نه ده چې هغه احمق دی، بلکې دا ممکنه ده چې په خپل فکر کې یې بل اړخ په پام کې نیولی وي؛ نو تل اړینه ده چې ښه غوږ ونیسو او له مخکې څخه پرې قضاوت ونه کړو.

*ژباړه

دا انځور د طب د نړۍ ښکلا او د علم او خدمت ترمنځ ژوره اړیکه انځوروي.
14/08/2025

دا انځور د طب د نړۍ ښکلا او د علم او خدمت ترمنځ ژوره اړیکه انځوروي.

۱- هیچا نه وؤې!چ غلطي رانه وشؤه، نه وپوهیدم..🙏۲ - هیچا نه وؤې!چ فلاني ځای کې تر ما ډېر عقلمن کسان و، زۀ  دوی ته، نه رسید...
10/05/2025

۱- هیچا نه وؤې!
چ غلطي رانه وشؤه، نه وپوهیدم..🙏

۲ - هیچا نه وؤې!
چ فلاني ځای کې تر ما ډېر عقلمن کسان و، زۀ دوی ته، نه رسیدم ..🙏

۳- هیچا نه وؤې!
چ دوی پۀ ما زورؤر و، هرڅوک لکه د فلم (هېرو) پۀ گوښي ځان لس دولس وهلي و ..🙏

۴- هیچا نه وؤې!
چ مونږ خانان نه یوو، متؤسط یوو ..🙏

۵- هیچا نه وؤې!
چ د گاونډ اوسیدونکی مو، تر مونږ ډېر آرام او نرم خلک دي ..🙏

۶- هیچا نه وؤې!
چ د فلاني سره، په ملگرتیا کې زۀ ریښتونی نه ؤم، اغه نه و، ملامت ..🙏

27/02/2025

Ischemia

Decreased blood flow through an organ

تعصب چيست؟ تعصب شايع‌ترين بيمارى فكرى در جوامع عقب‌افتاده ا‌ست، درمان آن هم بسيار دشوار است، چون‌ هيچكس‌ خود را متعصب نم...
30/10/2024

تعصب چيست؟
تعصب شايع‌ترين بيمارى فكرى در جوامع عقب‌افتاده ا‌ست،
درمان آن هم بسيار دشوار است، چون‌ هيچكس‌ خود را متعصب نمی‌داند ...!

Address

Kabul

Telephone

+93773829473

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Abdullah Adil Zia posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category