Romal HaiDeri

Romal  HaiDeri خلک به هر طرف وي، موږ يوو په طرف د وطن!

23/06/2025

ویل یې ځم..

ځواب مې ورکړ:

ورځه، ورځه تر غرونو واوړه
موږ د کم اصلو خلکو نۀ کړو ارمانونه!

ویې ویل، بې له ما به ژوند څنګه تېر کړې!؟

ورته مې کړه چې:

اوس دې کیسه کې نۀ یم یاره
که د قدم خاورې دې زر شي نۀ یې وړمه

بیا یې وویل زما د مجلس ارمان به درځي؟

ومې ویل:

ورځ کې به درس وایمه ګلې
د شپې به کړمه د یارانو مجلسونه

نن یې بیا ویلي وو چې اوس هم نۀ درته یادېږم؟

میسج مې بې ځوابه پرېښود!
زړۀ کې مې وویل:

که به مې یو ساعت هېرېږې
له ما دې هېر شي دا لوستلي کتابونه

ستا به په یاد یم یا به نۀ یم
زۀ چې قدم په قدم ږدم تا یادومه!
💔

22/06/2025

هر څوک روان دي

خو په تللو کې توپیر لري
ځینې ځي که کله دې ورته اړتیا وي
ځینې ځي کله چ خپله اړتیا پوره کړي
ځینې ځي کله چ بل څوک پیدا کړي
ځینې ځي چې خپل ژوند بې له تا بشپړ کړي
ځینې ځي چې د خپل رب سره ووینې
او ټولې لارې دردناکې دي

31/05/2025

و دې پوښتل څه خبرې دي؟!
سره لهٔ دې، چې زړهٔ مې لهٔ ګیلو ډک ده
خو بیا مې هم شونډې وګنډلې
او لهٔ ډېرې غصې نه مې وویل هېڅ هم نشته!
انډیواله!!!

29/05/2025

ویې پوښتل:
"څوک در نژدې دی؟"
سترګې مې پټې کړې،
ورته مې په موسکا وویل:
هغه څوک دي!
"نه هغه چې هره ورځ یې وینم،
نه هغه چې زما ترڅنګ ناست وي...
بلکې هغه چې له لېرې هم
زما په زړۀ کې ساه اخلي.
هغه چې نه ښکاري،
خو په هر نبض کې مې روان وي،
لکه ساه...
لکه دعا...
لکه سکون..
لکه ته!....

23/05/2025

ګیله!
هر چا له ځانه وشړلم
وخت
ژوند
حالاتو
ځان
تا
زمانې
دوي
هغوۍ
سهار
ماښام
شپې
ورځې
هر چا له ځانه وشړلم
چا هم ځان ته نږدې نه کړم
چا هم رانه دا و نه پوښتل:
چې د درد سبب دې څه دی/ څوک دي؟
بس!
هر څوک همدا وایي:
مه یې یادوه!
هېره یې کړه!
خپل ژوند وکړه!
هر څه بدل کړه!
خو
چا هم راته دا و نه ویل:
چې څنګه؟
او ـ ولې؟
تاسې صرف خولې لرئ
درک نه لرئ
ښودل نه شئ کولی
زه هم تنګ یم
تاسې مې تش الفاظ نه شئ زغملی
په ما چې دا هر څه تېرېږي
زما به څه حال وي؟
زه هم غواړم ژوند وکړم!
زما هم خوشالي خوښېږي
د چا هم په ځان داسې حالت نه لورېږي
د چا رنځ خوښ دی؟
د چا ویخې شپې خوښې دي؟
د چا ژړا خوښه ده؟
څوک به زما هومره ظالم وي؟
زه هم نور له دې هر څه زړه موړی یم؛ خو
چل نه راځي!
هر څه رانه هېر دي
کله ـ کله د چا نشت سخت شي
د چا اندېرېدل وړه خبره نه ده
د چا یو ناڅاپي تګ بل رقم غمیزه وي!
په هېڅ نه پوهېږم؛
داسې حال دی؛ چې
زه یې هم حیران کړی یم!
هېله کوم!
ما پرېږدئ!
هغه خو مو را باندې پېزو نه وه!
د هغې رانه را پاتې غم ته خو مې پرېږدئ!
پرېږدئ!
چې ځان وخورم
دا یو جسد د هغې له مینې صدقه!
دا یو ژوند هغې ته نذر!
دا یو ځان له هغې جار!
پرېږدئ!
چې په یاد کې یې په چغو ـ چغو وژاړم!
یتیم په ژړا پوخ دی
زه همداسې ښه یم
زه په همدې حال کې خوشال یم!
ماته هېڅ مه وایئ!
ما پرېږدئ!
د خدای له پاره!
سترګو کې څپقونه مه را کوئ!
دا مې نور هم نا امیده کوي
هېڅوک زما په خوا نه دي؟
که زمانه ده
که وخت دی؛ او
که دا زړه خوړلي حالات!
بس!
دومره وایم:
رب دې په نوم مسلمان زما له حاله وساتي!
که څوک ووایي:
ما درک کولی شي؛ خو
نه!
دا خبره غلطه ده؛ ځکه
هېڅوک زما په شان نه دي؛ او
نه څوک زما غوندې زړه لري!

د دنیاګۍ ارامه راشه!
په تمامي جهان اختر په ما غمونه!

23/05/2025

#زه
زه د ښارونو تر منځ
هغه چوک/واټ یم، چې پکې هېڅ ګاډی نه درېږي
هېڅ دوست، هېڅ قَسم، هېڅ وعده
یوازې د شپې له تاریکۍ پکې
یو موټر تېرېږي
او زما د امیدو څراغونه تر پښو لاندې کوي!.

زه
اوس هر سهار د لویوالي جامې اغوندم
خو زړه مې لا هم د هغه کوچني هلک دی،
چې د یوه چاکلېټ ياژاولې، یوې خوږې خبرې، یا یوې بوسې/مچکې پر سر خوشحالېده!.
ای ماشومتوبه!
ته رښتیا یو ورک شوی وطن يې
او زه دې تبعید شوی اوسېدونکی یم
های، کاااش
بېرته درستنېدلی شوای!.

زه هغه جام یم
چې پکې چا د شتمنو د خوښیو شراب توی کړي
او بیا یې تش کړی،
بيا يې،
د یوه فقیر پر شونډو ایښی،
چې د امید وروستی څاڅکی ترې وڅښي
او بیا حیران پاتې شي
چې ولې خمار نه شو!.

ما!!
ما هغه قسمونه اورېدلي،
ما هغه وعدې اورېدلي،
چې د لمبو غوندې ګرم وي؛
خو د بارانونو په لومړي څاڅکي خاموش شي!.

زه غریب نه یم،
زه غلا شوی یم!.
زه د ژوند له عدالت نه لوټ شوی او خالي شوی انسان یم،
او اوس هره ورځ ځان ته تسلي ورکوم؛
چې د قیامت ورځ به راځي،
او هلته به غربت هم شاهدي وايي!.

مینه،
زما لپاره یو مړ سمندر و؛
ما د خوښۍ کښتۍ پکې واچوله،
خو څپې یې زه وخوړمه،
او اوس لا هم ددې سمندر د يادښت په خاطر د خپل یادونو په لمدو جامو کې ګرځم!.

مینه،
یو سوال دی،
چې هر زړه یې له الله نه کوي
خو ځینې یې ژر واوري
او ځینې...
داسې پاتې شي
لکه هغه يتيم ماشوم چې د تللي پلار راتګ هره شپه په خوب ويني!.

ما مینه درلوده،
خو هغه چا ته مې ورکړه
چې یا یې د مینې ژبه نه وه زده،
یا یې زړونه لا مخکې نه کرایه کړي وو!.

خو بیا هم،
زه له مینې نه خفه نه یم
یوازې حیران یم
چې دا دومره سپېڅلی نوم
د دومره ډېر دروغو، لوبو او تېراېستلو سره څنګه ژوندی پاتې شو؟!.

23/05/2025

ته نو څوک ې؟
له کومه راغلی ې؟
چې ستا یو نظر زما ټول وجود بدل کړ
ستا یوه غږ
زما د ذهن طوفانونه آرامه کړل
او ستا خاموشي
زما د زړۀ چیغې را وپارولې
زه نه پوهېږم
ته انسان ې که یو خیال
خو دومره پوهېږم
چې له تا پرته ما ژوند ته دومره ژور نه کتل.!😕🥀

22/05/2025

خپلو خوبونو پسې خفه یم!
خپله خندا مې یاده شوې
ډېره موده کېږي؛ چې
په آیئنه کې مې
خپله موسکه څهره نه ده لیدلې!
د خپلې ښادۍ ارمانجن شوی یم!
د خپل وجود ښه والی مې یادېږي
ډېره موده کېږي؛ چې
له یو عجیبه رنځ کړېږم!
داسې رنځ؛ چې
تصور یې هم نه شي کېدای!
نور مې
له خپلو اوښلنو سترګو کرکه کېږي!
نور له ویښو شپو نفرت لرم
تل مې د ماتم جامې پر تن وي
ژوند مې یادېږي!
ژوند کول رانه هېر شوي!
ځان مې یادېږي!
کاش!
دا ناروغه وجود مې ورغېږي!
داسې مې ارمان دی
چې سړی بې غمه سترګې پټې کړي؛ او
ویده شي!
بې غمه وګرځي!
نه سوچ وي نه فکر!
بې غمیو پسې مړ شوم!
دردونو
فکرونو
یادونو
غمونو مې
زړه پاک ساک وخوړ!
کاش!
تېر هر څه مې هېر شي؛ او
نوی ژوند مې پیل شي!
کاش!
همدا نن داسې وشي.

20/05/2025

دخپلې مرحومې معشوقې دا څو خبرې مې تل په ذهن کې اوړي او را اوړي:

یو ځل یې راته وویل:
دومره مینه را سره مه کوه؛ ځکه
ډېره مینه د وخت په تېرېدو سره د غمونو خزانه ګرځي!

یو ځل یې راته وویل:
یو وخت به نه یم بیا به راپسې ژاړې؛
زه له جدایۍ ویرېدم ورته مې وویل:
داسې مه وایه!
داسې وخت دې خدای نه راولي؛ خو
اوس هغه نه شته؛ او
زه ورپسې سهار او ماښام اوښکې تویوم!

په ورځ کې مې یادېږي او په شپه ورپسې ژاړم!
له اوښکو مې شي جوړه قافله ورپسې ژاړم!

یو ځل یې راته وویل:
زنګ ته مې جواب نه ور کوې یو وخت به داسې راشي چې زما بندې شمارې ته به ډېر وژاړې!
داسې ماښام دې خوار شي چې بندې شمارې ته یې ویر نه کوم.

یو ځل یې راته وویل:
دومره راته ګران یې که ګرانښت جرم شي؛ نو
ستا په سر به زه جهنم ته ځم!

نورخو په مینه محبت باندې زه نه پوهېږم؛
که ګرانښت جرم شي په تا به جهنم ته ځمه!

19/05/2025

کله کله انسان د یو چا په لیدو
پسې دومره خفه شي،
چې له خوږو لحظو هم خوند نشي اخیستلای…
ژوند ورته لکه د خزان پاڼه،
بې‌خونده،
بې‌رنګ،
او له خاموشۍ ډک شي.
اړیکې، خبرې، ملګرتیاوې—ټولې ورته
پردۍ ښکاري.
په هره لاره، په هره څنډه،
په هر ځای یې
سترګې هر لوري ته،
د یار د راتګ نښې لټوي.
او کله نا کله انسان د یو چا په دیدار
پسې دومره تږی شي،
چې له خپله ځانه هم بې‌خبره شي…
او کله کله انسان
دیو چا په لټون کې تر لیونتوبه
ورسیږي.

Address

Jalal Abad Highway
Kabul

Telephone

+93730110515

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Romal HaiDeri posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Romal HaiDeri:

Share

Category