01/08/2026
ادب؛ د ارزښت رښتینی معیار
ګلونه که هر څومره ښکلي او رنګین وي، که بېبویه وي، خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکوي. همداسې انسان که هر څومره پوه، شتمن او ځواکمن وي، خو له ادب څخه بېبرخې وي، شخصیت یې نیمګړی او اغېز یې کم ښکاري.
ادب هغه تلپاتې پانګه ده چې نه زړېږي، نه ورکېږي او نه یې څوک غلا کولای شي. د ادب په رڼا کې ژوند ښکلا مومي، خبرې اغېزمنې کېږي، اړیکې ټینګېږي او زړونه یو بل ته نږدې کېږي.
نو که غواړو په ټولنه کې درناوی، مینه او تلپاتې ارزښت ولرو، باید ادب د خپل ژوند تر ټولو ستر زینت وګرځوو؛ ځکه ادب د انسان د شخصیت رښتینی معیار دی.