کندهار ملي راډیو تلویزون

کندهار ملي راډیو تلویزون د 1925 راهیسې د افغانستان خپرونکي. RTA ملي او نړیوال خبرونه، بصیرت لرونکي تحلیلونه او ویډیوګانې وړاندې کوي.

26/11/2024

په اروزګان کې د یوه ماین ځپلي ماشوم سره نقدي مرسته وسوه...

26/11/2024

کندهار کې د ښوونکو د روزنې او پراختیا غړو ته علمي سمینار ورکړل سو...

26/11/2024

دکندهار ولایت په نیش ولسوالی کي (۴۰) سیلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو دترمیم لپاره نقدي مرسته توزیع سول...

کندهار کي د حاجي کامل په مشرۍ د بې‌وزلو او غریبانو سره د مرستي کولو اداره جوړه سوې، چي تر دوه زره زیاتي کونډياني، یتیمان...
31/10/2024

کندهار کي د حاجي کامل په مشرۍ د بې‌وزلو او غریبانو سره د مرستي کولو اداره جوړه سوې، چي تر دوه زره زیاتي کونډياني، یتیمان، اړمني او سوال کوونکي کورنۍ یې ثبت کړي او د یوې ځانګړي پروسې له لاري ورسره هره میاشت د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرسته کوي.

د یادي ادارې مشر حاجي کامل وايي، د کندهار ښار له ټولو سیمو یې سوال کوونکي ښځینه او نارینه راټول کړي او ټول یې بایمیټریک کړي او ورسره هره میاشت د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرسته کوي، چي د یادي مرستي په لړ کي یې پرون چهارشنبه له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي پيسو، اوړو او غوړیو مرسته وکړه، چي په خبره یې ددې ادارې له لوري به له یادو کورنیو سره راتلونکي کي هم مرستي دوام ولري.

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کي د کډوالو د ثبت او تثبیت کمیټې مسئولین وایي؛ تیره ورځ سه شنبه ۳۳ کورنۍ ...
30/10/2024

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کي د کډوالو د ثبت او تثبیت کمیټې مسئولین وایي؛ تیره ورځ سه شنبه ۳۳ کورنۍ چي د وګړو شمير ئې ۱۴۵ تنه کيږي، خپل هیواد ته راستنې سوې.
د یادو کورنیو سره ۲۲۴،۰۰۰ افغانۍ نقدي مرسته سوې او هم مرستندویه مؤسساتو ته د مرستي په هدف ورپیژندل سوي دي.

په نیول سویو تاریخي اثارو کي ۱۲۶ قلمه لرغوني سِکې او يو تبرزین شامل دئ، چي بهر ته د قاچاق مخنیوی ئې سوی.نیول سوي لرغوني ...
30/10/2024

په نیول سویو تاریخي اثارو کي ۱۲۶ قلمه لرغوني سِکې او يو تبرزین شامل دئ، چي بهر ته د قاچاق مخنیوی ئې سوی.
نیول سوي لرغوني سِکې د بېلا بېلو تاريخي دورو اړوند دي، په احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کي پر داسي مهال نيول سوي، چي د کورنیو او بهرنیو کسانو له خوا بهر ته قاچاق کېدلې.

د کندهار د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند وايي، چي نیول سوي تاریخي اثار به تر پاک کارۍ، ثبت او سجل وروسته په کندهار میوزیم کي نندارې ته کښېښول سي.

د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسٶلين وايي، چي د روان کال په جریان کي تر دې مهاله د کندهار څخه د همدې ولاي...
26/10/2024

د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسٶلين وايي، چي د روان کال په جریان کي تر دې مهاله د کندهار څخه د همدې ولايت تر څنګ د هلمند او روزګان ۴۰ زره ټنه پنبه بهرنیو هيوادونو ته صادره سوې ده؛ چي لویه برخه ئې پاکستان او ایران ته لېږدول سوې.

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کي د کډوالو د ثبت او تثبیت کمیټې مسئولین وایي؛ تیره ورځ جمعه۲۲ کورنۍ چي د...
26/10/2024

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کي د کډوالو د ثبت او تثبیت کمیټې مسئولین وایي؛ تیره ورځ جمعه۲۲ کورنۍ چي د وګړو شمير ئې ۱۲۹ تنه کيږي، خپل هیواد ته راستنې سوې.
د یادو کورنیو سره ۱۸۲۰۰۰ افغانۍ نقدي مرسته سوې او هم مرستندویه مؤسساتو ته د مرستي په هدف ورپیژندل سوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي؛ چي د یوه خصوصي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، په ارغستان ولسوالۍ کي ۵۰ سېلاب ځپلو بزګرانو ...
26/10/2024

د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي؛ چي د یوه خصوصي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، په ارغستان ولسوالۍ کي ۵۰ سېلاب ځپلو بزګرانو ته د غنمو اصلاح سوی تخم او کیمیاوي سره ورکړل سوه؛ هر بزګر ۱۰۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح سوی تخم، ۲۰۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۱۰۰ کیلوګرامه توره سره او ۶ زره افغانۍ نقدي مرسته تر لاسه کړه.

د کندهار برېښنا حوزې د ښاري شبکې ګڼو برخو کې له ۶۰متره زیات کېبلونه نوي کړي او ګڼ مېټر بکسونه یې ترمیم کړل. ورته مهال یې...
26/10/2024

د کندهار برېښنا حوزې د ښاري شبکې ګڼو برخو کې له ۶۰متره زیات کېبلونه نوي کړي او ګڼ مېټر بکسونه یې ترمیم کړل. ورته مهال یې د ښوراندام صنعتي پارک او صابري مېنه کې د شبکې پراختیا په موخه ۱۰ اصله پایې نوي نصب سولې.

همداراز د کندهار د برېښنا حوزې تخنیکي کارکوونکو د میوند سب سټيشن ۱۰۰ کېلوولټ امپيره ترانسفارمر په ورکشاپ کې له اساسي رغونې وروسته بېرته نصب کړ. دغه راز یې د کرنې او اوبو لګونې ریاست ترانسفارمر هم له اصلاح وروسته په نورمال ډول بېرته چالان کړ.

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کي د کډوالو د ثبت او تثبیت کمیټې مسئولین وایي؛ تیره ورځ چهارشنبه ۳۸ کورنۍ...
24/10/2024

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کي د کډوالو د ثبت او تثبیت کمیټې مسئولین وایي؛ تیره ورځ چهارشنبه ۳۸ کورنۍ چي د وګړو شمير ئې ۱۹۵ تنه کيږي، خپل هیواد ته راستنې سوې.
د یادو کورنیو سره ۲۷۸۰۰۰ افغانۍ نقدي مرسته سوې او هم مرستندویه مؤسساتو ته د مرستي په هدف ورپیژندل سوي دي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، سږکال د کندهار پر شاوخوا یو سلو پنځه هکټاره ځمکه د پستې باغونه جوړ سوي چې ...
23/10/2024

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، سږکال د کندهار پر شاوخوا یو سلو پنځه هکټاره ځمکه د پستې باغونه جوړ سوي چې له دغو باغونو څخه ۱۱۶ ټنه حاصلات راټول سوي.

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کندهار ملي راډیو تلویزون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category