Fazlullah Aatif

Fazlullah Aatif . نحن فداک یارسول الله ���

10/10/2024

نن ټکی اسیا

ولي په اسلام کي یوه ښځه په یوه وخت کي څلور مړونه نشي کولای؟

۱: که چيري يوه ښځه په یوه وخت کي څلور مړونه ولري ، داچي د يوه نر جنسي توان د يوې ښځې څخه زيات دئ، چي مطلب يي دادئ چي يوه ښځه و يوه نر ته کفايت نه کوي نو څنګه کيدلای شي چي يوه ښځه دي د څلورو نارينه وو لپاره کفايت وکړي دا هيڅ امکان نلري، بله خبره داده چي که چيري څلور نارينه د يوې ښځي سره جنسي اړيکي ولري لومړی ښځه دا ظرفيت نلري چي د څلورو نارینه وو جنسي خواهشات پوره کړي، او دوهم داچي له دې څخه د ايډز او سفلس په شان مهلکي ناروغۍ ومنځته راځي، که چيري په يوه آن کي د يوه څخه د زياتو نارينه وو نطفه د ښځې و رحم ته داخله شي نو له دې څخه ايچ آي وي پيدا کيږي.ښځه دداسي زخمونو ښکار کيږي چي بيايې درملنه ناشونې ده.

۲: داچي اولاد د پلار دي نو ځکه به نسب او ميراث کي د څلورو کسانو اولاد نه معلوميږي چي دا د چادي؟ يو به وايي چي دا زما دئ او بل به وايي چي دا زما دئ، که نروو يو به يې کشوي او که ښځه وه بل به ئې کشوي، چي په دې کي د نسب مقدسه رشته له منځه ځي او د ميراث ټول نظام له خاورو سره خاورې کيږي؛ همدا يوه مياشت مخکي د يوې ښځې دوه ماشومان پيدا شول خاوند ئې وويل چي دا ماشومان زه نه ساتم دليل ئې داوو چي هغه خاوند یې ویل چي دا زماڅخه نه دي پيدا شوي چي بيائې مېرمن و محکمې ته حاضره شوه او محکمې پرېکړه وکړه چي دا يو ماشوم به ته (خاوند) ساتې او دغه بل ماشوم به ددې ښځې يار ساتي.

دا منو چي په اوسني وخت کي ډي اين اې (DNA) مرسته کولای شي چي دا معلومه کړو چي دا ماشوم د چا دئ خو بل لور ته ايا دا څلور خاوندان يې قناعت ورسره کوي؟؟؟

د جنوري پر۱۲- ۲۰۱۴ ميلادي کال کي په هندوستان کي یوې ښځې دوه خاوندان درلودل، يوه يې ادعاء وکړه چي دا ماشوم زما دئ او بل يې دا ادعاء کړه چي نه زما دئ او ماته شوي دئ ، د ډي اين اې (DNA) وروسته دا ثابته شول چي دا ماشوم د يوه هم نه دئ، ددې خبر په اورېدوسره دواړه خاوندان چي د خاله زامن وه حيران شول، هغه ښځه يې داسي وواهل چي مړه شوه، ماشوم يې مړ کړ، ددې دوو خاوندانو تر منځ هم شخړه وشوه چي په پايله کي ددې ښځې يوه خاوند دا بل خاوند هم په خفه مړ کړ او کيسه خلاصه شوه هغه په بند محکوم شو.

۳: هغه ماشومان چي دداسي مور څخه پيدا شي د روانشناسۍ د علم پر بنسټ هغه ماشوم دماغي سکون نلري، دماغي وده يې کمزورې وي اول ه همدې کبله هغه ماشومان چي له زنا څخه پيداشوي دي دماغي ناروغان دي، او د ژوند په ټولو چارو کي تل د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

۴: اوسني ساينس پوهانو دا ثابته کړېده چي نر نسبت و ښځې ته ډېر جنسي او روحي توان لري، د نر په کروموزوم کي دا جوړښت شتون لري چي نر دي له څو ښځو سره جنسي اړيکي نیولای شي او برعکس د ښځې په کروموزوم کي دا ماده شتون نلري چي يوه ښځه دي په یوه وخت کي څو مړونه ولري.

۵: د روانشناسۍ د علم مطابق که يو نر څو ښځې ولري هغه په عادي حالت کي خپله دنده ترسره کولاي شي، په دفتر کي کار کولای شي خو بل لور ته که ښځه څو مړونه ولري هغه خپله دنده نشي تر سره کولای، دا ځکه د ښځې په فطرت کي دومرې ظرفيت نشته چي د يوه څخه د څو مړونو بوج پر اوږو واخلي- داسي ښځې چي د يوه څخه زيات مړونه لري تل پرېشانه، ناروغې، د ژوند څخه ناهيلي او د حقيقت موندلو پر ځاي په خيالونو کي ډوبې دي- چي همدا د بيولوژي د علم اوسنۍ څېړنه ده.

۶: که يوه ښځه څو مړونه ولري ددې ټولو (ښځه+ مړونه) جنسي ناروغۍ يو د بله سره سرايت کوي، که په يوه کي يوه ناروغي وي نو دا ټوله به په اخته کيږي، چي په دې ناروغيو کي زياتي مهلکي او وژونکي دي. و بل لورته که چيري دا نارينه بيلې بيلې ناروغيانې ولري نو و ښځې ته به يې سترنقصان داوي چي د ټولو نارينه وو ناروغيانې به په دې کي سره راټولې شي چي داسي ښځې تل د مهبل د سرطان، ايچ اي وي،سفلس او نورو… وژونکو ناروغيو ښکار کيږي.

۷: هغه ماشومان چي دداسي ښځو څخه پيدا کيږي هغه تل نيمګړي وي،د هر نارينه د کروموزوم په جوړښت کي توپير شته، کله داسي ماشومان يوه سترګه لري، ددوو لاسونو پر ځای کله يو لاس او کله څلور لاسونه لري، کله دوه جنينه داسي سره ونښلي چي بېلول يې ناشوني وي يعني دوه ماشومان پيداشي دماغونه يې سره نښتي وي، کله يې تناسلي الې دوې وي او کله خو هيڅ ځای نلري، او داسي نور…چي دا څېړنه د (UWA) کړې ده.

۸: ډېر مړونه انساني نسل له منځه وړي، که ښځه حمل داره شي، لومړی دا جنين د ښځې د ډېر ضعف له کبله چي د څلورو نارينه وو سره جنسي اړيکې لري له منځه ځي، کله دا جنسي اړيکې و داسي حالت ته ورسيږي چي مهبل زخمي شي، او د مهبل د التهاب له کبله يې اغيزي و رحم ته رسيږي چي هلته جنين له منځه ځي.چي همدا څېړنه شپږ کاله د(UWA) له لوري وشوه او په پايلو کي ډاکتر فرمن (Dr. Firman) وويل:

((ډېر مړونه د جنين ژوند تر ګواښ لاندي کوي او هغه له منځه وړي.))

۹: په نړيواله توګه سره ډاکتر فرمن پر دې موضوع باندي ډيرې څېړنې وکړې، ده داهم وويل چي و داسي ښځو ته حيرانه يمه چي ولي له يوه څخه زيات مړونه کوي، حال داچي په ښځه کي په ساينسي توګه سره دومرې توان او طاقت نشته، هم خپل ځان هلا کوي او هم مقابل لوری له منځه وړي.

د ډاکتر فرمن و دې ليکنې ته چي (يوه ښځه او څو مړونه) د ساينس پوهانو پوره ملاتړ د ځان کړ، او په نړيواله توګه سره ددې دا ليکنه يوه ښه لاسته راوړنه او ډيره و ستايل شول حتي ددې ودې ليکنې ته يې دغورې ليکنې سرليک ورکړل شو.

۱۰: تر يوه زيات مړونه درلودل د ښځې په مهبل کي د متخلفو نطفو منډې ترنډې (S***m Competition) صورت نيسي، چي دا خپله په جين کي انقلا ب راولي، د جين ځانګړتياوې له منځه وړي، او د ښځې لپاره بدي پايلي لري، يو ناورين يې دادئ چي د ښځې د انزال نظام له منځه ځي طبيعي حالت يې بدلون مومي.

۱۱: په تايلنډ کي پردې باندي په يوه کتاب کي پوره څېړنه شوې ده، دا کتاب (Journal of Medical Association Thailand- 2004) دئ، په دې کتاب کي يې پردې باندي ډېر بحث شويدئ چي که يوه ښځه په يوه وخت کي ډېر مړونه ولري دا يو ناورين او ډېر تاوانونه لري چي موږيې دلته يوڅوبيلګې را اخلو:

 ډېر مړونه دداسي لوړ فشار سبب ګرځي چي درملنه يې مرګ دئ. (Robert JM,

: د ښځې د بولو نظام داسي ويجاړ شي چي درملنه او اپريشن يې ناشونی وي او کله هغه عصبي نري رګونه چي اطراحيه نظام په واک کي لري له منځه ولاړشي چي بيايې هر څه پر خپله لاره روان وي. (Dr. Olive KE Taylor

: هغه نارينه چي د يوې ښځې مړونه وي د پروستات په سرطان او داسي ښځې د مثانې، مقعدي، رحم، مهبل او د بولو د نل په سرطان اخته کيږي.

: په داسي حالت کي حمل په ډېر تکليف سره صورت نيسي، ۹۸٪ جنين ضايع کيږي. (Professor Mike

:داسي ښځې تل د حمل په وخت کي د کوما په حالت کي وي چي و دې ته په طب کي (Eclampsia) ويل کيږي، چي اکثره وخت که ښځه هم وژغورل شي ماشوم يې له منځه ولاړشي.

:داسي ښځې په ناڅاپي ډول سره مړې کيږي، دوی اکثره وخت د سرطاني غوټو (Tumour) ښکار شي.

: داسي ښځې په داسي التهاب باندي اخته کيږي چي هم دايمي وي او هم و نورو ته په اساني سره سرايت کوي، او درملنه يې هم ناشونې وي.

:په داسي حالت کي تروفوبلاست (Trophoblast) په مکمل ډول سره له منځه ځي.

د يوه عالم حيرانوونکی ځواب:

د يوه عالم څخه په هندوستان کي يوه هندو پوښتنه وکړه چي ولي يوه ښځه په اسلام کي څلور مړونه نشي کولای؟

هغه عالم ورته وويل: چي څه کسب کوې؟ هغه هندو ورته وويل چي په هوټل کي اشپز يم.

عالم ورته وويل چي اصول داسي دي چي په يوه کاچوغه څلور ديګه لړل کيږي او يو ديګ خلک په څلورو کاچوغو نه لړي.

هندو حيران شو- او ولاړي.

لکه څرنګه چي د انسانانو رنګونه مختلف دي په همدا شان ئې طبعيتونه مختلف دي، که فرضا يوه ښځه څلور خاوندان ولري نو که د يوه اراده شوه د جنسي اړيکو لپاره او د بل هم اراده شوه او د څلورو سره اراده شوه دا د جذبې حالت دئ دا ټول په يوه حالت کي ناشوني دي نو ضرور به جنګ جدل او شخړه و منځته راځي، قتل به صورت نيسي، او بل داچي دا ښځه ناروغي لري، د حيض او نفاس تکليفونه لري په دې حالت کي ښځه طبعاً کمزوې او ناروغه وي او ودې ته نه ده اماده چي له نر سره جنسي اړيکې و نيسي نو که څلور مړونه وي ښځه به تل د ظلم، وحشت ، دهشت ، فزيکي او ذهني فشارونو لاندي وي چي دا خپله د ډېرو ناروغيو سبب ګرځي.

د ورځې په زرهاوو هغه ښځې خپل ژوند د لاسه ورکوي چي د يوه څخه تر زياتو نارينه وو سره جنسي اړيکې ساتي، په اوسط ډول سره ۶ ښځې په کاناډا کي هره ورځ په دې لعنت کي خپل ژوند دلاسه ورکوي.

10/10/2024

قرانکريم په اړه جالب معلومات

پنځه سورتونه چې شروع يې په ﴿ قُل ﴾
سره شوي دي، دا دي:
۱) سورة الجن ۲) سورة الکافرون
۳) سورة الاخلاص ۴) سورة الفلق
۵) سورة الناس چې د سورت اخلاص درې ځله لوستل د قران کریم د یو ځل ختمولو ثواب او حکم لري.

پنځه سورتونه د حیواناتو په نامه دي (1) فیل (2)عنکبوت (3)بقره (4)نمل (5)نحل دی.

قران کریم په دري برخو تقسیم شوی دی (1)د اللهﷻ وحدانیت (2) د پیغمبرانو کیسې (3) شرعي احکام.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نوم څلور ځله په قران کریم کې راغلی دی.
او هغه چا چې د قرانکریم د راټولولو امر وکړ حضرت ابوبکر (رض) کوم چې د حضرت عمر (رض) په پیشنهاد یې قرآنکریم په پوستکو راجمع او د قران کریم په فعلي شکل یو ځای کوونکی حضرت عثمان ذی النورین دی.

په قرآن شريف کې د پنځو ملائکو نومونه راغلي دي:
۱ـ جبرائيل. ۲ـ مکائيل. ۳ـ مالک. ۴ـ هاروت. ۵ـ مارت.

لومړني حافظان د قرانکریم بي بي حفصه، بي بي عایشه او ام سلمه وې او مشهور قاري د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې (زید رض) او مشهور قاري د قرانکریم په( 20) قرن کې (شیخ عبدالباسط او عبدالصمد (رح) دی.

هغه پیغمبران چې په قران کریم کې ذکر شوي دي (25) دي چې حضرت سلیمان (ع) د حیواناتو په ژبه پوهېده او حضرت ابراهیم (ع) په ځوانۍ کې بتان مات کړل او
حضرت یونس (ع) څو ورځې د ماهي په نس یا ګیډه کې تیرې کړې.

د حضرت نوح (ع) قوم او د فرعون لښکر اللهﷻ په اوبو کې غرق کړل او هغه قومونه چې اللهﷻ د کاڼو باران پرې وکړ د لوط(ع) او د عاد قومونه وو.

لومړی قتل په ځمکه قابیل وکړ چې د کینې په خاطر یې خپل ورور هابیل وواژه او د انسان لومړی او لوی دښمن شيطان دی.

هيله درسره شیر يي کړي

10/10/2024

د قرآنکریم په اڔه ۶۶ پوښتنی او ځوابونه حتمأ یی ولولی!!!
اکثره پوښتنی یی په مخکینیو کانکورونو کی هم راغلی دى

۱ـ د قرآنکریم د سورو شمیر؟ ۱۱۴
۲- دقرآنکریم د سپارو شمیر؟ ۳۰
۳ـ د قرآنکریم غټه سوره کومه ده؟ دوهمه سوره، بقره.
۴ـ‌ د قرآنکریم وڔه سوره کومه یوه ده؟ سوره،کوثر.
۵ـ د قرآنکریم غټه آیه کومه یوه ده؟ د بقری سوره ٢٨٠ آیه
۶ـ بهترینه شپه چی قرآنکریم پکی نازل شوی؟ شب قدر(د قدر شپه).
۷ـ هغه ښه میاشت چی په قرآنکریم کی یاده شوی؟ د روژی میاشت.
۸ـ هغه غټ حیوان چی په قرآنکریم کی یاد شوی؟ فیل.
۹ـ هغه وڔوکی حیوان چی په قرآن کی راغلی؟ غوماشه.
۱۰ـ زڔه د قرآن یا ریحانه القرآن کومه سوره ده؟ یس شریف
۱۱ـ هغه سوره چی د حکیمانو په نوم ده؟ لقمان صیب.
۱۲ـ هغه سوره چی یوازی یوه کسره لری؟ اخلاص.
۱۳ـ‌ هغه سوره چی د فلزاتو په نوم ده؟ حدید
۱۴ـ د سجده تلاوت آیاتونه څو دی؟ ١۴
۱۵ـ هغه کومه سوره ده چی بسم الله نلری؟ توبه.
۱۶ـ کومی سوره دوه بسم الله لری؟ نمل او هود.
۱۷ـ دقرآن ناوی؟ الرحمن.
۱۸ـ هغه سوره چی د قرآن د درییمه برخی سره برابره ده ؟ اخلاص
۱۹ـ هغه سوره چی د اونی د یوی ورځی په نوم ده؟ جمعه.
۲۰ـ څو سوره په قل پیل کیږی؟ ۵: کافرون، اخلاص، فلق، ناس،جن
۲۱ـ‌ هغه سوره چی په ټولو آیتونو کی یی د الله کلمه نده راغلی؟ مجادله.
۲۲ـ هغه سوره چی د یوی میوی په نوم راغلی؟ تین.
۲۳ـ هغه سوره چی د یوه حکومت یا هیواد په نوم ده؟ روم.
۲۴ـ معوذتین کومی سوری دی؟ فلق و ناس.
۲۵ـ هغه دوی سوری چی نومونه یی برعکس یا سرچپه هم ووایی بیا هم هماغه ویل کیږی؟ لیل و تبت.
۲۶ـ سبع المثانی کومه سوره ده؟ حمد.
۲۷ـ زهراوین کومی سوری دی؟ بقره او آل عمران.
۲۸ـ‌ هغه سوره چی ټول آیتونه یی په (د) ختمیږی؟ اخلاص.
۲۹ـ هغه سوره چی ټول آیتونه یی په (س) ختمیږی؟ ناس.
۳۰ـ هغه سوره چی له ادب او اخلاقو نه خبری کوی؟ حجرات.
۳۱ـ هغه سوری چی نومونه یی له یوه توری نه جوڔ دی؟ ۳ سوری: ص، ق، ن.
۳۲ـ هغه سڔی چی په ڊیر ثروت مشهور دی؟ قارون.
۳۳ـ په کومه سوره کی یوه آیه ۳۱ ځله تکرار کیږی؟ الرحمن.
۳۴ـ آیت الکرسی په کومه سوره کی ده؟ بقره.
۳۵ـ هغه آیه چی په چپه ویلو سره هم تغیر نکوی؟ رَبَّکَ فَکَبِّرْ
۳۶ـ د څو پیغمبرانو نومونه په قرآن کی ذکر شوی؟ ۲۶ پیغمبرانو.
۳۷ـ داسترجاع آیت چی مصیبت وهلی یی وایی څه دی؟ اِنَّا لِلهِ وَ اِنَّا اِلَیْهِ رَاجِعُوْنَ.
۳۸ـ لومڔنی آیت چی نازل شوی؟ إِقْرَءْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِیْ خَلَقْ.
۳۹ـ پیغمبر په لقب د صفی الله؟ حضرت آدم (ع).
۴۰ـ پیغمبر په لقب د خلیل الله؟ حضرت ابراهیم (ع).
۴۱ـ پیغمبر په لقب د ذبیح الله؟ حضرت اسماعیل (ع)
۴۲ـ پیغمبر په لقب د کلیم الله؟ حضرت موسی (ع).
۴۳ـ‌ پیغمبر په لقب د روح الله؟ حضرت عیسی (ع).
۴۴ـ پیغمبر په لقب د حبیب الله؟ حضرت محمد (ص).
۴۵ـ‌ یوازینی ښځه چی نوم یی په قرآن کی ذکر شوی؟ مریم.
۴۶ـ د کومو پیغمبرانو میرمنی کافرانی وی او له خپلو میڔونو سره یی خیانت کڔی؟ نوح او لوط.
۴۷ـ د کوم ملعون کافر ښځی د رسول الله ص په لاره کی خس او اغزی اچول؟ ابولهب او د ښځی نوم یی ام جمیل.
۴۸ـ لومڔنی ښځه چی مسلمانه شوه؟ حضرت خدیجه رضی الله عنها.
۴۹ـ هغه پیغمبر چی په ځوانی کی یی بتان مات کڔل؟ حضرت ابراهیم (ع).
۵۰ـ هغه پیغمبر چی څو ورځی د ماهی په خیټه کی وو؟ حضرت یونس (ع).
۵۱ـ څو سوره د پیغمبرانو په نومونو دی؟ ۶ سوره: یونس، محمد، نوح، هود، یوسف، ابراهیم، علیهم الصلاه و السلام.
۵۲ـ هغه پیغمبر چی بی له دی چی صلیب شی آسمان ته لاڔ او په ځای یی یو کافر صلیب شو؟ حضرت عیسی (ع).
۵۳ـ‌ د رسول اکرم ص څو ځله په قرآن کی راغلی؟ ۴ ځله.
۵۴‌ـ هغه پیغمبر چی بی له پلار او مور نه نڔی ته راغلی؟ بی له پلار نه حضرت عیسی(ع).او بی له پلار او مور نه حضرت آدم (ع).
۵۵ـ هغه پیغمبر چی له حیواناتو سره یی خبری کولی؟ حضرت سلیمان (ع).
۵۶ـ هغه پیغمبر چی زوی یی له ده نه اطاعت ونکڔ او زوی یی په اوبو کی غرق شو ؟ حضرت نوح او د زوی نوم یی کنعان دی.
۵۷ـ هغه پیغمبر چی په صبر کی یی مثال راوڔل کیږی؟ حضرت ایوب (ع).
۵۸ـ زبور په کوم پیغمبر نازل شوی؟ حضرت داود(ع).
۵۹ـ هغه کوم پیغمبر وو چی چی الله تعالی ج ریاضیات اود نجوم علم وښود خیاطی یی وکڔه او خط یی ولیکا؟ حضرت ادریس (ع).
۶۰ـ په کومه سوره کی راغلی چی حضرت عیسی ع د رسول الله د راتلو زیری ورکڔی وو؟ سوره صف.
۶۱ـ نصف قرآن(نیمایی د قرآن) کومه کلمه ده؟ وَلْیَتَلَطَّفْ.
۶۲ـ د کوم پیغمبر په مور وحی نازله شوی؟ حضرت موسی (ع).
۶۳ـ د کومو ظالمانو نومونه په قرآن کریم کی ذکر شوی؟ جالوت، هامان، سامری، فرعون، قارون، ابولهب.
۶۴ـ کومی سوری د حیواناتو په نومونو دی؟ فیل، عنکبوت، بقره، نمل، نحل.
۶۵ـ فرعون چیرته غرق شو؟ په رود نیل کی غرق شو.
۶۶ـ لومڔنی قتل په ځمکه چا او په څه دلیل وکڔ؟ قابیل، د کینی له وجی...
┅━✮ ستاسی د دعاء محتاج ✮━┅┄
قاضي فضل الله عاطف/

10/10/2024

صرف د الله رضا په خطر یی
شیر کړی@@@

10/10/2024
10/10/2024
10/10/2024

عاجل خبر!............!→

10/10/2024

کتاب یو ښه
ملګری دی/

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Fazlullah Aatif posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category