Good Advices in Islam داسلام غوره نصيحتونه

Good Advices in Islam داسلام غوره نصيحتونه one good point convert your life

05/06/2026
05/06/2026
26/04/2026

نر ملا واوری

17/04/2026

خوست افغانستان

17/04/2026

په پارلمان کې زموږ یوه وکیل صاحبه وه هغې به ویل: زما یوه ده،سپینه ده او له هیچا څخه یې هم نه پټوم
نو خدای د خیر کړي نن به زه هم دا یوه سپینه له چا نه پټوم

وروڼو زه نه رېکشوان یم او نه د بل څه شي ډریور، خو پر ځوانه طبقه مې زړه ټوټې-ټوټې کېږي
وای خوست ښار ته د رېکشو پر ننوتلو بندیز ولګېده
ډېر ښه یو څه به د ښار نظم برابر شي
خو ولې هغه لیسانس ځوان چې پرون یې په پوهنتون کې راتلونکی جوړاوه،نن په بجاج کې ناست دی او د زړه له سوخته یې ټروي؟
دا مستي ده، مجبوریت دی، ولې مجبور شوی دی او چا مجبور کړی دی؟
ولې اړ دی چې ریکشه په کېشت یا نیمه ګټه را وباسي او بیا یې له هغې هم پسې ښکته کړو؟
اصل رش او ښار کې بې نظمي خو د رییس صاحب او خان صاحب زوي جوړه کړې ده چې د سړک په منځ کې یې درولی وي او ساتنه یې هم موږ ورته کوو
مسولینو سترګې مو جار شم داسې کول مناسب نه دي
وطن مو لا هم د غـ*ــ زې په شان نیم ژوندی پروت دی، لاسونه تړلي او پښې ماتې، خو اصول پکې د کوېټ او سعودي عرب پلي کوو
زولني څه ویلي ؤ: که دا حال وي، موږ درشکه ځو تاسو خپل منځ کې سره تلاشي کوئ
زه د خلګو سره ډېر کښېنم او په والله چې ځوانان ستړي دي،داچې ولې نو په لاندې بیت لږ فکر خراب کړئ
شاعر وایي:
یو ګلاب د شل کلن باغوان نه وچ شو
یو باور د باوري سړي نه مات شو
له رېکشو یې ښکته کړئ او هر نوع قیودات پرې وضع کړئ خو بدیله لار خو ورته وسنجوئ
دا زرګونه ځوانان چې بې کاره شي څه به کوي؟
هر رقم روا او ناروا به ونه کړي؟
حتما
موږ له دې نسل سره څه وکړل؟
وظیفه نه ورکوو
ولې؟ ځکه ج&ـــاد یې نه دی کړی، شناخت او واسطه نه لري
کور په کور او ریشته په ریشته مو بستونه خپل منځ کې په میراث ویشلي دي
یو کور کې پنځه مقرر دي، بل کور کې پنځه وږي ناست دي
که لږ انصاف وکړو، همدا اضافي شمېر راکم کړو او دا بې‌برخې ځوانان را دننه کړو نو کوم قیامت راځي؟
نظـ*ــ ام به ړنګ شي که ټینګ شي؟
د خلکو زړونه به وګټو که له لاسه به یې ورکړو؟
خطر دا نه دی چې څوک نظـ*ــ ام ته راشي، دا دی چې خلک له نظـ*ــامه زړه تور کړي
که موږ کور د کوره یو کس په نظ،،،ام کې ولرو نو خبر یې څومره ګټه به وشي؟
هر کور به د رزق یوه سرچینه ولري
هر کور کې به فکري رغښت وشي او زموږ په خلاف ډزیدونکي ژبې به زموږ په دف،،اع کې وچلیږي، ځکه انسان تابع د احسان دی
هر وطنوال به د نظ،،،ام ثوابي استخ،،، بارات شي او درست نظ،،ام به د ملت د ملاتړ او منلو جوګه شي
ګلونو
خلک په خطبو نه ساتل کېږي، په کار ساتل کېږي
نس چې وږی وي، نصیحت لکه باد پرې تېریږي
فشارونه انتن نه ورکوي ، او ډېر خلک په داسې ازمایښتونو کې ماتیږي
دا خلک فرښتې نه دي، دا د فولادو څخه نه دي جوړ، دا هم ستړي کېږي،ماتیږي او کله کله خطا کېږي
د دې دور ایمانونه ضعیف دي، د دومره ستونزو د برداشت ظرفیت نه لري
د څوارلسمې پیړۍ انسانان دي، صحابه نه دي
ملت ډوډۍ غواړي، که تاریخ ته ځیر شو، نو وبه وینو چې کله حکومتونو ملت وږی کړی نو نوکارې پرې لګیدلي او چې کله یې د خلګو خېټې ډکې کړي بیا یې ډېرې د دوي د مزاج خلاف برنامې هم پرې عملي کړي دي
ځکه د عامه ولسونو پالیسي خپله خېټه وي او بس
موږ ډېر نېکان خلګ ولیدل چې د غربت له وجې یې د کپر سرحدونه کراس کړل،او ان د یو بل په مریو ؤغرېدل
کیدایشي د دوي کپر ډېر بد ایسېده خو چې د بچیانو نسونه یې د لوږې درد ونیول بیا یې د تور او سپین تفکیک ونۀکړای شو
هلته یې هر څه وکړل یوازې د دې لپاره چې خپل کور ته ډوډۍ یوسي
ماشوم یې وږی ؤ
مور یې ناروغه وه
مېرمن یې د پلار په کور په انتظار ستړې شوې وه
حاکم نظ*ــام که د فقر په لمنځه وړلو بریالی شو،دا به په معاصر عصر کې په میداني ډول د ځان ثابتونې عجب ښه دلیل شي
ولس له نظـ*ــام سره هغه وخت مینه کوي چې ژوند پکې وکړي،نه دا چې یوازې قوانین پکې ومني
ځینې اصول چې ساه بندي پیدا کوي باید معطل شي، ځکه سختي چې له حده واوړي نتیجه یې اطاعت نه بغـ*ــ!!وت وي
هدف دادی چې په سرونو پاچاهي مه کوئ د زړونو په ولونو کې ننوځئ چې خوند وکړي
خلګو ته کاري فرصتونه پیدا کړئ او مصروف یې کړئ، که نظ،،،ام کې اجازه نه ورکوو د کور جوړونې پروسه خو باید ورته ژر خلاصه شي چې د تن خوالې وڅڅوي،په تڼاکو لاسونو یې وګټي ترڅې وې څټي
دغسې خو نه کیږي، ماران خو نه دي چې خاورې د وخوري او په صحراؤ کې د په سوړو اوځي ننوځي.

هسې یوه مشوره او د خوار م،،لا اذان دی که چا پرې غوږ وګراوه.

31/03/2026

ګرانو ملګرو زه غواړم چې د قرآنکريم ترجمې نشر وکړم د بيلابيلو مدرسو نو هيله لرم
چې فيج ځالو او ملګروسر ه شريک کړی ترڅو مو دپيل سفر بختور اوګټور شي

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Good Advices in Islam داسلام غوره نصيحتونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category