شاهي رهنمائي معاملات

شاهي رهنمائي معاملات Property Services & Other Business

👷 ساختماني پروژو ته قیمت ورکولپه انجنیرۍ کې یوه له اساسي او مهمو مسئلو څخه پروژې ته قیمت ورکول دي. چې باید په ډیر دقت او...
19/11/2024

👷 ساختماني پروژو ته قیمت ورکول

په انجنیرۍ کې یوه له اساسي او مهمو مسئلو څخه پروژې ته قیمت ورکول دي.

چې باید په ډیر دقت او فکر سره ترسره شي، ځکه د غلط قیمت ورکولو په صورت کې به شرکت له ډیرو مالي ستونزو سره مخ شي. د پروژې قیمت باید نه ډیر ټیټ وټاکل شي او نه هم ډیر لوړ.

کله چې ساختماني شرکتونه د یوې پروژې په داوطلبۍ کې اشتراک کوي نو د پروژې قیمت باید په داسې ډول وټاکي چې له یو خوا د قرارداد د ګټلو چانس ولري او له بلې خوا په ټاکل شوي قیمت د پروژې ترسره کول او پکې ګټه کول ممکن وي.

د ساختماني پروژو د قیمت ټاکل (برآورد) ډیره عادي مسئله نده بلکه یوه پیچلې پروسه ده چې ډیرو تغیریدونکو عواملو سره اړیکه لري.

دا مهارت دومره په اسانۍ هم لاسته نه راځي. کافی مطالعې، ټریننګ او تجربې ته ضرورت دی تر څو وکولای شئ د یوې پروژې قیمت په درست ډول وټاکئ.

مختلف عوامل شته چې د پروژې په قیمت باندې د پام وړ تاثیر لرلای شي.

چې برآورد کوونکی باید په دې ټولو پوه اوسي او مخکې د قیمت د نهایی کولو څخه د پروژې په قیمت باندې د دغو عواملو تاثیرات وارزوي.

هغه عوامل چې د پروژې په قیمت باندې تاثیر لرلای شي ځنې یې په لاندې ډول دي:

1- د مشابه پروژو قیمت
2- د موادو نرخونه
3- د معاشاتو نرخونه
4- د ساحې شرایط
5- انفلاسیون
6- د داوطلبۍ وخت
7- د پروژې مهال ویش (سکیجول)
8- د پروژې د مشخصاتو او پلانونو کیفییت
9- وړتیا او تجربه
10- د پروژې اندازه او ترکیب
11- د کاری ساحې موقعیت
12- احتمالي پیښې
13- ضمیمه کارونه

1. د مشابه پروژو قیمت:
د یوې پروژې د قیمت د ټاکلو لپاره تر ټولو ښه مرجع مشابه پروژې دي. د یوې مشابه پروژې نهایی اقلام (موارد) او د هغوی د مصارفو اندازه کولای شی د یوې پروژې د نرخ په ټاکلو کې مرسته وکړي.

2. د موادو نرخونه:
د موادو د اخیستلو ، انتقال او تهیه کولو مصارف د پروژې د مجموعی قیمت په ټاکلو کې یو ډیر مهم فکتور دی. چې د موادو نرخونه باید د برآورد د شروع کولو څخه مخکې معلوم وي.

3. د معاشونو نرخونه
معاشونه یو بل مهم فکتور دی چی د ساختمانی پروژو په قیمت تاثیر لري. د پروژې په موقعیت (شاوخوا سیمه) کې د کاریګرو د اجورې مروجه اندازه (Labor Cost) باید د برآورد د پیلولو څخه مخکې معلوم وي.

4. د ساحې شرایط
د هغې ساحې شرایط چې پروژه پکې موقعیت لري د پروژې د قیمت په ټاکلو کې مهم رول لري. هغه ساحوي شرایط چې کولای شي د پروژې قیمت لوړ کړي عبارت دي له: ضعیفه خاوره، نم لرونکی (لنده بل) ځمکه، ملوث مواد، سخت تجهیزات (د ځمکې لاندې د پایپونو او کیبلونو خښول، هوايي لینونه تیرول ...)، د چاپیریال له نظره حساسیت لرونکې ساحه، د ځمکی لاندې اوبه، د سیند سره تقاطع، درانده ترافیک، د ځمکې لاندې د ذخیرو ټانکرونه، هغه ساحې چې لرغوني اثار پکې وي، ... او داسې نور شرایط. چې پروژې ته د قیمت ورکولو وخت کې باید دا ډول شرایط حتما په نظر کې ونیول شي.

5. انفلاسیون:
د انفلاسیون موجودیت د تل لپاره یو لامل دی چی کیدی شي په زیاته اندازه د تغیر وړ (متحول) وي. نو په همدې خاطر باید پروژې ته د قیمت ورکولو په وخت کې دا فکتور په پام کې ونیول شي، تر څو له احتمالی تاوان څخه وژغورل شو.

6. د داوطلبی وخت:
د افرګشایی وخت کولای شی د ټیټ نرخ په لاسته راوړلو کی د پام وړ تاثیر ولري. ځکه موسمی تغیرات د ساختمانی کارونو په قیمتونو کې مهم رول لري . مثلا د عین کار اجرا کول کیدی شي په اوړي کې په یو قیمت او پله ژمی کې په بل قیمت تمام شي.

7. د پروژې مهال ویش یا Schedule
د پروژې مهال ویش په یقینی توګه د پروژې په قیمت باندې تاثیر لري. که چیرې اړتیا وي چې پروژه په ډیر کم وخت کې خلاصه شي نو عموما قیمت لوړیږي، په ځانګړي ډول کله چې په یو محدود وخت کې د پروژې د خلاصولو په صورت کې د پروژې د ناکامۍ خطر هم موجود وي.

همدارنګه، که چیرې د قرارداد د لاسلیک وخت معلوم وي او د کار د شروع نیټه نامعلومه وي، نو قراردادي د موادو په قیمت کې له انفلاسیون څخه ویره لري او کیدای شي نورې داسې پروژې ولري چې قراردادي ته به لومړیتوب لري.

نو ځکه، پداسې وخت کې زیاتره دواطلبان خپل قیمت لوړوي تر څو له دغسې حالاتو سره مخ نشي. په هر صورت ، که چیرې د قرارداد د لاسلیک او د کار د شروع ترمنځ فاصله له شپیتو ورځو(دوه میاشتو) زیاته وي نو زیات احتمال دی چې داوطلبان خپل قیمتونه لوړ کړي.

8. د پلانونو او مشخصاتو کیفیت
د پلانونو او د پروژې د مشخصاتو د جوړولو په وخت باید له ډیر دقت څخه کار واخیستل شي. دا ډیره زیاته مهمه ده چې د ډیزاین هر جز باید مکمل تشریح او په درست ډول تطبیق شي.

هره ګونګه (مبهمه) کلمه او یا ناسم جوړ شوی پلان نه یواځې دا چې ګډوډی رامنځ ته کوي بلکه د قراردادي په ذهن کې شک پیداکوي چې نتیجه یې عموما د قیمت لوړوالی دی.

9. وړتیا او تجربه
کوم ساختماني شرکتونه چې په داوطلبۍ کې اشتراک کوي، که چیرې له یو ماهر انجنیر او یا فرعی قراردادي (سب کنټرکټور) سره چې ښه سابقه او مسلکي شهرت ولري رابطه ولري او د قیمت په ټاکلو کې له هغوي سره مشوره وشي نو په نتیجه کې به د پروژې قیمت ډیر معقول وي.

که چیرې کوم قراردادي له مشخصو انجنیرانو او یا فرعی قراردادیانو سره په کار کولو کې مطمئن او راحت وي، نو ښه ده چې د کار مسؤلیت همغوی ته وسپارل شي. پدې ډول به د پروژې قیمت ډیر مناسب او د ګټلو چانس یې زیات وی.

10. د پروژې ترکیب او اندازه
د پروژې سایز او ترکیب (ساده والی او مغلق والی) مونږ ته راښيی چې محلی شرکتونه د دې پروژې د تطبیق توانایي لري او کنه.

د قیمت ورکولو په وخت کې باید د پروژې مشخصات ډیر دقیق مطالعه او ځان پرې سل سلنه پوه کړل شي. داسې نشي چې یو مغلقې او سختې پروژې ته د ساده پروژې په نظر وګورو او ټیټ نرخ ورته ورکړو او بیا پدې نه توانیږو چې په ټاکلې بودیجې سره یی خلاصه کړو.

11. د کاري ساحې موقعیت
د کاري ساحې موقعیت د پروژې د قیمت په ټاکلو کې ډیر مهم جز دی.

په کلیوالي مناطقو کې عموما کم شمیر فنی کاریګر او ساختماني مواد موجود وي او د موادو انتقال ورته ډیر مصرف غواړي.

نو ځکه، د براورد په وخت کې باید د کار ساحې ته د کاریګرانو د انتقال مصارف هم په نظر کې ونیول شي.

12. احتمالي پيښې
غیر متوقعه پیښې لکه د امنیت خرابیدل، ساختماني موادو کمبود، د موادو قیمت لوړیدل، انفلاسیون او داسیې نورې د پروژې په نرخ باندې ډیر تاثیر کوي. د دغو احتمالي پيښو د تاوان د مخنیوی په خاطر باید د ټول قیمت یو ټاکلې فیصدي د پروژې له قیمت سره جمع شي تر څو د دغسې پيښو د پيښیدو په صورت کې له تاوان څخه ژغورل شوي اوسو او یا مو تاوان اقل حد ته رارسولی وی.

13. ضمیمه کارونه:
کله کله داسې پیښیږي چې ځنې پروژې ځانګړي کار(لکه تحقیق یا نورو) ته ضرورت لري چې په معمول ډول په نورو پروژو کې نه وي. نو د قیمت ټاکل په وخت کې باید دغسې مسایلو ته متوجه اوسو تر څو له راتلونکی سردرد نه خلاص اوسو.

پورته مو ځنې هغه عوامل بیان کړل چې ساختماني پروژو ته د قیمت ورکولو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي. ځنی نور ځانګړی عوامل هم شته خصوصا په افغانستان کې چې پروژې ته د قیمت ورکولو وخت کې باید په نظر کې حتما په نظر کې ونیول شوی کنه نو تاوان مو حتمی دی.

د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري د کورونو د جوړولو غوره چانس.اوس تاسو هم کولائ سي جوړ کورونه یواځي په ۵ لکه افغانۍ...
19/11/2024

د عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري د کورونو د جوړولو غوره چانس.

اوس تاسو هم کولائ سي جوړ کورونه یواځي په ۵ لکه افغانۍ په دوه قسطه سره تر لاسه کړئ.

عمري تجارتي او ساختماني شرکت غواړي په غازي محمد ایوب خان ښارګوټي کي د نقشې مطابق اړمنو کسانو ته په قسطوار ډول ۵۰ کورونه په ارزانه قیمت او عصري ډول جوړ کړي.

اوس تاسو کولائ سئ چي په لږ لګښت جوړ کورونه په دوه قسطه چي لومړی قیسط ۳ لکه افغانۍ کیږي د کور غوښتلو سره سم د شرکت اکونټ ته سپارئ ، او دوهم قسط چي ۲ لکه افغانۍ کیږي کله چي تاسو ته کور قلف او کیلي سپارل کیږي هغه وخت پاته ۲ لکه تسلیموئ.!

د کورونو ځانګړتیاوي!
اول : درې اطاقه
دوهم: یو دهلیز
څلورم: دوه تشنابونه
کور به ګیټ چاردیوالي او برمه به هم ولري.

د کورونو جوړول:

نومړي کورونه به د یوې رهایشي نمرې په اندازه مځکه کي وي.
یاد کورونه به د ۴ میاشتو په جریان کي جوړ او غوښتونکو ته به تسلیم سي.

یادونه:
نومړي کورونه به مسجد ته نږدې، چرۍ یې پخې ، سړکونه یې ویستل سوي وي، او د برق پایې ( ستني ) به یې درول سوي وي.

بیړه وکړئ د کورونو جوړښت او اندازه په لاندي تصویر کي وګورئ.!

هغه کسان چي د کورونو غوښتونکي وي کولائ سي چي د همدې رواني میاشتي د ۲۷ نیټې څخه بیا تر راتلونکي جدي میاشتي تر ۱۲ سمي نیټې پوري د عمري تجارتي او ساختماني شرکت اداري شعبې ته مراجع وکړئ.

پته:
هلمند ولایت عمري مبایل پلازا د قبلې طرف ته دوهم منزل عمري تجارتي او ساختماني شرکت دفتر.

د لازیاتو معلوماتو لپاره پر لاندي شمیره اړیکه ونیسئ.!
۰۷۰۷۵۰۵۰۱۰

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهشاهي رهنمايي معاملات دفتر ته ښه راغلاستموږ تاسي ساختماني پروژې،چت ډيزانونه اوه هرډول ساخت...
19/11/2024

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
شاهي رهنمايي معاملات دفتر ته ښه راغلاست
موږ تاسي ساختماني پروژې،چت ډيزانونه اوه هرډول ساختماني کارونو په لوړکيفيت او کم لګښت ترسره کوو
«کيفيت زموږ باورستاسي»

دفتر آدرس: هلمند لښکرګاه غازي محمد ايوب خان مينه عمومي دروازه فواري ته مخامخ 3 نمبر دفتر
دفتر شميره:
Wa.me/+93703233037

13/11/2024

Address

601 Road Helmand-Kandahar
Lashkar Gah
3901

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شاهي رهنمائي معاملات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share