11/05/2026
دغه ګلالی ماشوم چې پرون ماښام له خپل کوره نادرکه شوی و، نن یې جسد په داسې دردناک حالت (حلال شوی) کې موندل شوی چې هر انسان زړه ټوټه ټوټه کوي.
دا ماشوم د کونړ ولایت د نواباد اوسېدونکی و.
کله چې په یوه ټولنه کې معصوم ماشومان هم د ظلم او وحشت ښکار شي، نو بیا د امن، انسانیت او راتلونکي خبرې بېمانا ښکاري.
همدا ځکه مو ورځې نه سمېږي او هر سهار له یوې نوې غمیزې سره مخ کېږو.
د دې مظلوم ماشوم ګناه څه وه؟
هغه خو یوازې د ژوند، لوبو او موسکا حق درلود.