05/19/2026
دوستانو عزیزانو سلامونه.
له ډیرو اوږدو کلنو را په دی خوا د یوی پوښتنی سره مخ یم او ځواب یی نه لرم . تاسو مشوره راکړی چی څه وکړم
۴۳ کاله وشو په کانادا کی ژوند کووم اوپ دی اوږده موده کی می هر هغه کار ته لاس کړی چی ما پکی د خپل وطن ، خپل قام ،خپلی ژبی او کلتور ته پکی خیر لیدلی دی په دی جمله کی ما په تورونتو کی تقریبا ۲۲ کاله یوه رادیوی خپرون د ( افغانستان ملی غږ) تر نامه لاندی خپره کړی ده په دی خپرونو کی خبرونه ، تبصری ، مصاحبی، موسېقی ، د ماشومانو خپرونی او ډیر نور مطالب خپاره شوی دی او د ټولو خپرونو ثبت شوی کستونه می د ځان سره ساتلی دی او زما له نظره ډیر اړزښټناک دی .
سوال دادی چی اوس خو د الله د لږف او مرهمت له برکته ژوندی یم او ساتم یی خو چی زه مړ شم دا زما د اوږدی مودی زحمتونه به عبث او بی ځایه شی . زحمت می مهم نه دي خو د اينده نسل او محققینو دپاره پکي ډیر مستند شیان موچود دی چی نه غواړم د ګاربج خلطی پری ډکي شی او لا منځه لاړ شی . ستاسو مشوره غواړم چی څه وکړم ؟ او څرنګه یی محفوظ کړم. ددی تر څنګه ډیر قیمتی کتابونه هم راسره دی چی ډیرراته ګران دی . او په ساتلو یی ما ډیر مصاف کړی دی په ضایع کیدو به یی زما روح تر قیامته ژاړی ، افغانستان او خپل قام او خپله خړه پښتو رات تر هر څه ګران دی او یوه ډیره لیونی مین ورسره لرم. په دی مینه ټکول شوی یم ، رټل شوی یم ، اذېت شوی یم ، په مختلفو نومونو متهم شوی یم، خود همدغه عشق له برکته ژوندی یم .
ستاسو مشوری ته سترګه په لار یم .