12/06/2025
📌 د مور دعا
د مور دعا هغه باران دی،
چې حتی له وچو خاورو نه هم ژوند زرغونوي.
د مور دعا هغه سپر دی،
چې د تقدیر تیزې نیزې هم پرې ماتیږي.
که ستا تر شا د مور زړه وي —
نو ته یوازې نه یې،
ته د آسمان تر ټولو قوي دعا سره روان یې.
ُمید_څراغ
#رحمت