01/01/2023
آیا تاسو ته د لکی مروت د شاحسن خیل کلی واقعه یاده ده.؟
نن په لکی مروت کې د مروت اولسی پاڅون د ملګرو د شاحسن خیلو د شهیدانو ورځ لمانځلو غونډه کې د تحریک مشر منظور پشتین ، مرکزی کمیټی غړې حاجی عبدالصمد ګډون وکړو.
یکم جنوری 2010 ته د لکی مروت په شاحسن خیل کلی کې په یو دهماکه کې 150 کم و بیش تنان شهیدان شول.
د دې دهماکې پس په کلی کې ډیر کم خلق پاتې شول هغه هم زخمیان وو او د دې پیښې پس به ئی دا کلی ته د کونډو کلې وائیل، ځکه چې ټول کلی کې بس کونډې او یتیمان پاتې وو.
د پاکستان د واکدارانو د ډالری جنګونو او پالیسیانو په نتیجه کې د پښتنو څومره لوئ لوئ نقصانونه وشول او له هم د دوئ څه رحم نه کیګی او نور جنګونه راوړی.
***نن د ملګرو په اچانک خواهش لکی مروت ته راتګ وو، انشاءالله د لکی د امن د پاره به خپل اولس ته بیا په څو ورځې وړاندې خبرداری سره راځو.