29/06/2023
ځمابې څوکه زړه په کم طرف به ځې اخترکې
چابه تړلي وي بې وخته دروازې اختر کې
دهغه خلقونه تپوس وکړۍچي څنګ وی اختر
چي تویه وي اُخکي دقبر په خازې اختر کې
ځه به مي دواړه ترمنګؤلو کړه مه سره لاسونه
خوته وعده وکړه که دا ځلي راځې اختر کې
داخو پنجاب نه دې بچیه د ځان مرګوښار دې
قلاري کېنه دلته نه وي تماشې اختر کې
پدې ممبر د اولس وږي تګي هم یادوه
فرض خو نه دي یادېدل د فطرانې اخترکې
دا بدقسمته بؤرا څه کوي او چاد پارا
چي په بنړو جاروکوي لاري کوڅې اختر کې