Muhammad Gull Jani

Muhammad Gull Jani Muhammad Gull JaNi

د زمبابوې په وړاندې د شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ بریا مو مبارک شه!افغانستان دې سرلوړی وي.
03/11/2025

د زمبابوې په وړاندې د شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ بریا مو مبارک شه!
افغانستان دې سرلوړی وي.

29/10/2025
د پاکستان د بلوچستان پخوانی ایالتي وزیر، تارا چند وايي، پاکستاني پوځ پر افغانستان بریدونه او دغلته د بې ګناه خلکو وژلو س...
22/10/2025

د پاکستان د بلوچستان پخوانی ایالتي وزیر، تارا چند وايي، پاکستاني پوځ پر افغانستان بریدونه او دغلته د بې ګناه خلکو وژلو سره خپله ډېره سخته بې شرمي څرګنده کړه.

تارا چند پاکستان یو خطرناک ترهګریز دولت بللی او ټینګار یې کړی، چې دا هېواد د ډالرو لپاره لرغوني کلتورونه، ملتونه او ارزښتونه ویجاړوي.

نوموړي پاکستانی پوځ هم ترهګریز ځواک بللی دی.

ډاکتر تارا چند چې د بلوڅ بېلتون پالو پلوی او د پاکستاني ریاست سخت مخالف بلل کېږي، ویلي چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانستان او بلوچستان دښمن دی.

پاکستان څو ورځې وړاندې په بې سارې توګه د کرښې پرتو ولایتونو په ګډون، د هېواد پر پلازمېنه یرغل وکړ، چې پایله کې یې طالبانو سره په دوحه کې پټه هوکړه وکړه او جزییات یې ښکاره نه دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت تر پراخو غبرګونونو وروسته، د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو اعلامیه اصلاح کړه.د طالبانو او پاکستان ترم...
20/10/2025

د قطر بهرنیو چارو وزارت تر پراخو غبرګونونو وروسته، د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو اعلامیه اصلاح کړه.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د هوکړې ګډه اعلامیه کې چې د قطر دولت خپره کړې وه، ډیورنډ کرښه «سرحد» بلل شوی و.

اوس د افغانانو له پراخ غبرګون او نیوکو وروسته چې ډیورنډ د رسمي سرحد په توګه نه مني، د قطر بهرنیو چارو وزارت له خپلې ویبپاڼې د «پولې» کلمه پاکه کړې ده.

مخکېنۍ اعلامیه کې لیکل شوي وو: «د قطر بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړه، چې دا مهم ګام به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ په «پوله» کې د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې مرسته وکړي...»

تازه شوې اعلامیه کې بیا راغلي: « د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړه چې دا مهم ګام به د دواړو ورونو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې مرسته وکړي...»

له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر، ملا یعقوب مجاهد هم ویلي وو، چې د دوحې هوکړه کې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه بحث نه دی شوی او هغه یې د ملتونو موضوع بللې ده.

افغانان او د افغانستان هېڅ حکومت تراوسه ډیورنډ د رسمي سرحد په توګه نه مني او باور لري، چې دا تاریخي موضوع د کرښې دواړو غاړو پرتو افغان ملتونو په ارادې او پرېکړې پورې اړوند ده.

Address

Mianwali

Telephone

+923497989808

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Muhammad Gull Jani posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category