Hizbullah afghan

Hizbullah afghan Follow me

د رپوټونو له مخې د پاکستان پوليسو نن، چهار شنبه په جمرود ښارګوټي کې د يوې جرګې له پاره د راټولو شويو په سونو کسانو د خپر...
09/10/2024

د رپوټونو له مخې د پاکستان پوليسو نن، چهار شنبه په جمرود ښارګوټي کې د يوې جرګې له پاره د راټولو شويو په سونو کسانو د خپرولو په موخه اوښلن ګاز کارولی او پر هغه یې د لښتو ګوزارونه وکړل. د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا د پولیسو د ډزو په پایله کې د درو کسانو د وژل کیدو او یو شمیر نورو د ټپي کیدو خبره کوي.

د سيمې د يوه مرکزي روغتون يوه ډاکتر روح الامين، وويل چې روغتون ته د دې اخ و ډب په نتيجه کې د وژل شويو درې کسانو جسدونه ور وړل شوي دي. نوموړي وويل چې همدا شان يو شمير ټپيان هم په روغتون کې درملنې لاندې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم د ایکس (پخواني ټویټر) له لارې ویلي دي چې د خيبر پښتونخوا پوليسو په خيبر کې پر هغه ميدان چې د اکتوبر پر يولسم نیټه پکې د پښتنو يوې لویې جرګې ته چمتوالی نیول کيده، بريد کړی او په مخامخ ډزو کې يې د دغه غورځنګ درې پلویان وژلي دي. نوموړي زياته کړې چې ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.

پښتين، همدا شان د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې هم د پوليسو په ډزو کې د هغو خلکو د ټپي کیدو خبره وکړه چې په دې جرګه کې د ګډون له پاره ور روان ول.

نوموړي ليکلي: «پر خيبر سربیره نورو ولسواليو کې هم پوليسو په جرګه کې د ګډون له پاره پر روانو کسان ډزې کړی دي. د جنوبي وزيرستان په لوور کې د فېرونو په نتیجه کې يو کس شهيد شوی او څو ټپيان دي.»

نوموړي همدا شان زياته کړې ده چې د جنوبي وزیرستان پر کاروان هم د ډزو خبرونه ورکړل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله پوليسو چهار شنبې په ورځ په خيبر کې د جرګې له پاره پر راټولو شويو په سونو کسانو اوښلن ګاز کارولی دی. خو د غورځنګ يوه فعال له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د پولیسو له لوري پر دوی ډزي شوي دي چې په پايله کي يې اته کسان ټپيان شوي دي او د دوو کسانو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. خو ځايي پوليسو او چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي دي.

د پاکستان حکومت همدا څو ورځې تر مخه د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه غیر قانوني ډله وبلله او بندیز یې پرې وضع کړ. د حکومت له خوا ويل شوي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني طالبانو څخه ملاتړ کوي او له دې وجې یې ورته د غونډو اجازه نه ورکوي چې د پاکستان د ګټو پر ضد فعاليت کوي.

د خيبر پښتونخوا روغتيايي چارواکو ویلي دي چې يو شمېر ټپيان شوي مظاهره کوونکي روغتون ته ليږدول شوي دي چې پکښې د دوو وضعيت د انديښنې وړ دی.

22/04/2022

ستا په شتون کې د هر څه کيسه وه روغه
اوف دا ستا په شان دوارن به کله بيا راځي

بابا ته زړونه ورکړئ ❤️

02/04/2022

👆 هیله کوم زموږ پاڼه لایک کړۍ👍
👇داسی خئسته پوسٹونو دپاره 👇
2022/4/2

24/03/2022

ستر رب داسي فرمایې!

( قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ) !

ژباړه:(ورته ووایه: ایا هغه کسان چې پوهیږي له هغو سره برابر دي چې نه پوهیږي)

زموږ ګران او محبوب پیغمبر داسي فرمایې!

"طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ"

ژباړه: "د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دی.

ګرانو خویندو ستاسي اوښکي او بیوسي چې مي نن لیدلی ده هیڅ په ځان نه پوهیږم.

څوک چې روژې خوشاله وي نو الحمدالله ولیکئ ❤د اسلامي لیکنو لپاره پیج لایک کړئ 👍
16/03/2022

څوک چې روژې خوشاله وي نو الحمدالله ولیکئ ❤
د اسلامي لیکنو لپاره پیج لایک کړئ 👍

12/02/2022

‏وختونه دې تېریږي، او یادونه پاتې کېږي.
ساتلي مې تر اوسه تصویرونه ځینې ځینې .

غنی بابا زر کلن شی

30/12/2021

زما باور دی چي سقوط افغانستان به بېرته افغانانو لاس ته راځي۔
او داسي به لر او بر یو ځاي وي۔

29/12/2021

ته به د افغانستان تاریخ کې یو ځلانده او ویاړلې څیره اوسې!
نړیوال به ستا د بدنامولو لپاره سل او زر دروغ په داسې ادارو خپره کړي، چې چا به یې نوم هم نه وي اوریدلې، خو ان شاالله څوګ به پر تا د فساد څه پيدا نکړي، زه باوري یم چې ته به د افغانستان تاریخ کې یو سپیڅلې، وطندوسته او هیواد جوړونکې شخص ثبت شې.
اوس هم درباندی ویاړکوم محبوب ولسمشره.

نوټ. د قانون ماتونکو او مفسیدو په وړاندی د غني دریځ په ویډیو کې وګورئ.

15/12/2021

‏ډېر رانه کرکه لري، کور يې ودان!🙏
د ډېرو خوښ يمه، الحمدالله!🌹

10/12/2021

څوک چی د خپلی ازادۍ مشر نه منی هغه به سنګه ددی هیواد بچی وی لعنت پر داسی خلکو 😔

10/12/2021

هیبتی ځناوره ستا بیرغ اوستا هیرامنډایی لوبغاړو په موجودیت ستا په ناموس تیری کیږی خو ته ورته خړ خړ ګوری خو ایمان نه لری

06/11/2021

ویډیو: په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې یو شمیر طالبان خپل منځو کې جګره کوي. سرچینه زیاتوي، چې نښته د حقاني او ملا برادر د څانګو د کسانو ترمنځ شوې، چې په ترڅ کې یې دوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د ویډیو د ثبتولو وخت او ځای نه دی معلوم، خو یوې سرچینې ویلي، چې دا نښته په دې وروستیو کې په کابل کې شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. #افغانستان #طالبان #پیک

Address

Camili Yolu
Camili
54100

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hizbullah afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category