AFG PLACE

AFG PLACE gulbtkhan

28/05/2026

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان د سیمه‌ییزو بحرانونو، اقتصادي فشارونو او له اداري فساد سره د مبارزې ترڅنګ توانېدلی چې د هېواد اقتصاد ۴.۸ سلنه وده وکړي.
د راپور له مخې، د کورنیو عوایدو زیاتوالی، د صادراتو نسبي پراختیا، د اسعارو ثبات او د مالي نظم ښه کېدل د اقتصادي ودې مهم عوامل بلل شوي دي. نړیوال بانک زیاته کړې چې که څه هم افغانستان لا هم له ګڼو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی، خو په وروستیو میاشتو کې د بازارونو نسبي ثبات او د سوداګرۍ حرکت د اقتصادي فعالیتونو په ښه کېدو کې رول لوبولی دی.
راپور ټینګار کوي چې د اداري فساد پر ضد مبارزه او د عوایدو راټولولو بهیر کې شفافیت د باور فضا رامنځته کړې، چې له امله یې د هېواد اقتصادي وضعیت تر یوه حده ښه شوی کاپی

په داسې حال کې چې افغان ولس له کلونو جګړو، بمباريو او ناامنيو وروسته د یو قوي او خپلواک افغانستان هیله لري، تازه راپورون...
28/05/2026

په داسې حال کې چې افغان ولس له کلونو جګړو، بمباريو او ناامنيو وروسته د یو قوي او خپلواک افغانستان هیله لري، تازه راپورونه وایي چې روسیه به د طالبانو حکومت ته د هوايي دفاع عصري تجهیزات ورکړي، څو د هېواد فضايي حریم لا خوندي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې چمتو شي.

د راپورونو له مخې، دا پرمختللي سیستمونه به د افغانستان د هوايي حریم د څار، دفاع او امنیتي وړتیاوو د لوړولو لپاره وکارول شي. شنونکي وایي، دا ګام نه یوازې د افغانستان د دفاعي ځواک د پیاوړتیا نښه ده، بلکې نړۍ ته دا پیغام هم ورکوي چې افغانستان نور یوازې او بې‌وسه نه دی پاتې.

ډېری افغانانو پر ټولنیزو رسنیو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له کلونو وروسته لومړی ځل دی چې افغانستان د یوه قوي او عصري دفاعي سیستم پر لور روان ښکاري. ځینو لیکلي:
«هغه وطن چې پرون یې اسمان د پردیو الوتکو تر واک لاندې و، له دې وروسته به د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا شاهد وی.

‏کله چې د دوه هیوادونو تر منځ حالات کړکیچ کیږي او عملا په جنګ کې وي، مستقیمې خبرې، ټرک ټو یا یو نیم ټول مجالس په تعویق ا...
01/05/2026

‏کله چې د دوه هیوادونو تر منځ حالات کړکیچ کیږي او عملا په جنګ کې وي، مستقیمې خبرې، ټرک ټو یا یو نیم ټول مجالس په تعویق اچول کیږي او یوازې رسمي چینلونه د خبرو لپاره تماسونه ساتي ځکه د داسې مجالسو نه که په دریم هیواد کې په عر نوم هم وي، سؤ استفاده کیږي. په سیاسي مسایلو کې همیشه د خبرو ځای او ترکیب مهم وي. د ترکیې د ټوک ټو او یونیم د ګډونوااو ترکیب، ځای او په دې وخت کې دایریدل هیڅ سیاسي جواز نه لري.

‏ اوس خبره دا ده چې ایا پاکستان او افغانستان په جنګ کې دی که نه؟

‏که په جنګ کې وي او پاکستان د افغانستان په حریم باندې تجاوز او حملې کوي، تعلیمي مراکز، روغتونونه، تاسیسات او د ملکي کسانو کورونه په نښه کوي، د پاکستان سره مستقیم ټرک ټو او هم یو نیم مجالس د افغانستان موقف د ضعیفه کولو او د پاکستان د ناروا تجاوز د تاید لپاره سګنل دی.

‏لکه مخکې مو په اسلام اباد کې د ځینو حلقو مجالس غندلي، همداسې د ترکې د یونیم ټرک غونډه هم غندو. میډیا ته یې عکسونه راویستل په همدې خاطر دي چې پاکستان د سیاسي دیپلوماسې نه کار اخلي او دنیا ته ښایي چې دوی په حقه دي او حتی د طالبانو لپاره وفاداره حلقې او یا د هغوي رسمي کسان هم د طالبانو د مشرانو د کړنو سره مخالف دي.

‏په داسې وخت کې یوازې رسمي خبرې په دریمګړي هیواد کې د یو متځګړې په وسیله مهمې دي. د طالبانو مشران که پخپله نه پوهیږي، د ایران او امریکې د خبرو نه دی زده کړه وکړي او نور دې افغانستان او افغانان، دنیا او سیمې ته نه سپکوي. په هر وسیله او نیرنګ چې دا مجلس جوړ شوې، باید وغندل شي او داسې مجلسونه د افغانستان مشکل حل کولې نشي بلکې په پرهار یې نور هم مالګې دوړوي.

27/02/2026

هغه بې پیلوټه الوتکې چې د افغانستان لخوا کارول کیږي د هغو سره ورته دي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې کارولی.

ډرون الوتکې د پاکستان په څو مهمو ښارونو، په ځانګړی توګه اسلام آباد، راولپنډۍ او د هیواد په مرکزي برخو کې د حساسو پوځي او استخباراتي مرکزونو په وړاندې کارول شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا، د پاکستان حکومت او پوځ د دې بریدونو له امله حیران شوي دي، کوم چې غیر متوقع او د پام وړ اغیزمن وو.
د افغان ځواکونو هدف ممکن په بشپړ ډول دفاعي او غچ اخیستونکی وي، مګر د دوی اغیز په پاکستان کې خورا امنیتي حساسیت رامینځته کړی دی.

نن چې کوم ډرون د تا. لبا. نو لخوا استعمال شوي دي دا د kamikaze- drones په نومونو ياديږي. ځينې مهم خصوصيات لاندې دي.د کما...
27/02/2026

نن چې کوم ډرون د تا. لبا. نو لخوا استعمال شوي دي دا د kamikaze- drones په نومونو ياديږي. ځينې مهم خصوصيات لاندې دي.
د کماکاز ډرون ځانګړنې
له لرې کنټرولېږي يا مخکې پروګرام کېږي
کمره لري او هدف تعقيبوي
يو ځل کارول کېږي (بېرته نه راګرځي)
د ټانک، ودانۍ يا نظامي وسايلو پر ضد کارول کېږي
تقریباً تر 2500 کيلو مترو پورې هدف ويشتى شي او د ځان سره د 40 څخه نيولي تر 60 کيلوګرامو پورې مواد انتقالولى شي.

03/02/2026

نا شنامخلوک

07/11/2025
د باګرام هډه که د سرو زرو کلا..!!ولې امریکا بېرته باګرام ته علاقه لري؟  ځکه چې دا اډه ستراتیژیک، نظامي، او استخباراتي اه...
19/09/2025

د باګرام هډه که د سرو زرو کلا..!!

ولې امریکا بېرته باګرام ته علاقه لري؟

ځکه چې دا اډه ستراتیژیک، نظامي، او استخباراتي اهمیت لري، نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې (منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، او منځني ختیځ) لپاره. د سیمې د بدلېدونکو حالاتو له امله (د چین نفوذ، د روسیې تحرکات، د ترهګرۍ بیا راپورته کېدل)، امریکا غواړي یو باوري ستراتیژیک موقعیت ولري.- له دې ځایه په سیمه کې د څارنې، عملیاتو او استخباراتو اسانتیاوې برابریږي.
باګرام د امریکا لپاره یو مهم ستراتیژیک مرکز دی، او که امریکا بېرته ورته لېوالتیا لري، دا به د سیمه‌یزو سیاستونو، امنیت، او نړیوالو قدرتونو د رقابت له نظره وي.
- دا اډه چمتو، مجهزه او له مخکې فعاله ده؛ بېرته کارول یې اسانه دي.- له دې ځایه په سیمه کې د څارنې، عملیاتو او استخباراتو اسانتیاوې برابریږي.

د باګرام هډې ځانګړتیاوې:
جغرافیایي موقعیت: باګرام د کابل شمال ته نږدي موقعیت لري، چې له نظامي پلوه یو مهم موقعیت ګڼل کېږي. دا له ایران، چین، پاکستان، روسیې او منځنۍ اسیا سره نږدې دی.

ستر نظامي مرکز : دا اډه د امریکا تر ټولو لوی نظامي مرکز و په افغانستان کې. دلته د الوتکو لپاره دوه لوی رنوېز (runways)، نظامي اسانتیاوې، استخباراتي مرکزونه او توقیف‌خونې وې.

استخباراتي ارزښت: د باګرام اډه د CIA، NSA او نورو استخباراتي ادارو لپاره یو مهم عملیاتې مرکز و. له همدې ځایه د بې‌پیلوټه الوتکو (Drones) عملیات او څارنې ترسره کېدې.

لوژستیکي ارزښت: دا اډه د تجهیزاتو، وسلو، پوځیانو او وسایطو د انتقال لپاره مهمه نقطه وه.

فشار وسیله: د باګرام اډه امریکا ته دا توان ورکاوه چې پر ایران، چین، روسیې او پاکستان فشار راوړي او ستراتیژیک توازن وساتي.
کاپي

16/09/2025

دا خبر به مو اوریدلی وی چی افغانستان کی به تر سبا انټرنیټ بند شی راځی لږ خوښی خبر درته واوروم
د افغانستان انټرنیټ دری ډوله دی
نوری فایبر لکه وای فای سیستم
سټلایټ سیستم دا ګران بیه دی افغانستان کی بیخی کم دی غزه کی هم دا سیستم دی ځکه هلته نیټ فعاله دی
دریم سیمکارتونو سیستم دی
نو په افغانستان کی د یواځی نوری فایبر یا وای فای سیستم بندیږی سیمکارتونو نیټ به کار کوی او بل ښه خبر دا دی چی ویل شوی د نوری فایبر بدل کی به نوی سیستم جوړ شی او د هغه لاری به نيټ ارزانه شی فوسټ شیر کړئ چی نور ملګری هم خبر شی او زما صفحه هم فالو کړئ
ک.ا.پ.ی

Address

Istanbul

Telephone

+93703497557

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AFG PLACE posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to AFG PLACE:

Shortcuts

Share